د ایډز د یو بل ناروغ درملنه شوې

روغتیا

د ایډز د یو بل ناروغ درملنه شوې

306

د HIV په ویروس اخته د یو بل ناروغ درملنه شوې ده.
نیویارک ټایمز لیکلي چې دا د نړۍ په تاریخ کې دویم ځل دی چې د ایډز کوم ناروغ درملل کېږي.
دولس کاله وړاندې په لومړي ځل په ایډز د اخته یو ناروغ درملنه شوې وه.
دا د دې وژونکې او بې درملنې ناروغۍ ددرملنې په لور بې ساری ګام بلل کېږي.
رپوټ وایي چې دا یوه حېرانونکې بریا ده او د دې زیری ورکوي چې د دې ناروغۍ درملنه شونې ده.
د څېړونکو د درملنې دغه رپوټ به نن سه شنبه د Nature په نوم جورنال کې خپور شي.
ډاکټر اننیماري وینسنګ ویلي، دا خلکو ته فکر ورکوي چې درملنه (د ایډز) خیال نه دی.



اعلان