پاکستان: له یوه کاله وروسته هم د چرګو د غل ضمانت و نه منل شو

پام وړ

پاکستان: له یوه کاله وروسته هم د چرګو د غل ضمانت و نه منل شو

254

د پاکستان سترې محکمې د چرګو د یوه غل ضمانت رد کړی او یوې بلې محکمې ته يې حکم کړی چې درې میاشتو کې د زاهد حسین د قضیې پرېکړه وکړي.

د تورن زاهد حسین وکیل ویلي چې د ضمانت ترلاسه کول د هغه حق دی چې نه ورکول کېږي.

یوه قاضي محکمې ته ویلي چې په تورن باندې یوازې د پنځلس چرګو د غلا کولو تور نه دی، بلکې د نورو کورنیو شیانو د پټولو تور هم پرې شته.

زاهد حسین د تېر کال په اپرېل کې د ګاونډیو د چرګو او کوترو د غلا کولو په تور د اسلام اباد پولیسو نیولی و.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د حکومت مخالف سیاستوال شهباز شریف د ضمانت منلو پر مهال ویلي وو چې چرګې غلا کوونکی په زندان کې دی، خو حکومتي خزانې ته میلیونونه پېسې زیان رسوونکی په ضمانت له زندانه بهر دی.



اعلان