په فون د خبرو له پېلولو وړاندې د هیلو لفظ ویل چا وړاندیز کړ؟

پام وړ

په فون د خبرو له پېلولو وړاندې د هیلو لفظ ویل چا وړاندیز کړ؟

469

اکسفورډ ډېکشنري وايي چې د هیلو hello لفظ په ۱۸۲۷ کې انګلیسي ژبې ته راغی.

دغه لفظ د ښه راغلاست ویلو له پاره نه کارول کېده بلکې د یو کس به د نورو خلکو د توجه جلبولو له پاره کاروه.

تهامس ایډېسن په فون باندې باندې د خبرو پر مهال د دغه لفظ د ویلو وړاندیز وکړ.

ایډېسن په خلکو فشار راوړ چې کله په فون خبرې کوي، نو د هیلو لفظ دې وکاروي.

د فون جوړوونکي ګراهم بېل له نظره ښه لفظ ahoy و چې مانا يې هیلو ده، خو د بېل وړاندیز شوی لفظ له نظره وغورځول شو او تر اوسه د هیلو لفظ کارول کېږي.

زیاتره افغانان په فون د خبرو له پېلولو وړاندې د هیلو پر ځای بلې وايي او یا هم سلام کوي.

 



اعلان