پاکستانی وزیر: له خدای (ج) وروسته عمران خان لوی شخص دی

راپورونه

پاکستانی وزیر: له خدای (ج) وروسته عمران خان لوی شخص دی

2013

له هند سره د پاکستان د وروستیو شخړو په اوږدو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دریځونه د هغه د ګوند غړو ډېر ستایلي دي.
که د تحریک انصاف ځینو سیاستوالو او د خان پلویانو هغه ته د سولې د نوبل جایزې د ورکړې خبره کړې، نو بله خوا بیا د کابینې یو غړي هغه ته داسې ځای ورکړی چې د علماوو په وینا د ایمان تجدید ته په کې اړتیا ده.
د پاکستان د اوبو وزیر فیصل واوډا له پاکستاني ای ار وای چېنل سره خبرو کې ویلي، د خان ستاینه په کور دننه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، ټوله نړۍ وایي چې خان له الله تعالی وروسته لوی شخص دی.
په ټولنیزو شبکو کې د واوډا دغو خبرو سخت غبرګون ښودل شوی او غندل شوې دي.



اعلان