جلال اباد ښاروال: ونه او ګل وکرو، خو په سبا بيا نه ونه وي او نه ګل

راپورونه

جلال اباد ښاروال: ونه او ګل وکرو، خو په سبا بيا نه ونه وي او نه ګل

281

د پسرلي په رارسېدو سره په ټول هېواد کې د ونو او بوټو د کرلو کمپاین پېلېږي. سږ کال هم د ننګرهار په ګډون نورو ولایتونو کې دغه کمپاين پېل شوی دی.

جلال اباد کې هم دغه کمپاين روان دی، خو د ښار ښاروال د خلکو له همکارۍ نه کولو ګيله کړې ده.

ښاروال ریاض درمل وايي، په ښار کې ونې او باغونو کې د ګلانو د کرلو کمپاین يې پېل کړی، خو په دویمه ورځ بیا نه ونه وي او نه ګل وي.

درمل د ونو او ګلانو په ساتلو کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده. نوموړي زیاته کړې، که وضعیت دغسې وي، اړ دی چې د هر بوټي د ساتنې له پاره څلور ویشت ساعته ساتونکی وګوماري.



اعلان