جرمني کې د یو کس وینه په رښتیا سپینه شوې

روغتیا

جرمني کې د یو کس وینه په رښتیا سپینه شوې

304

ښایي یوازې په خبرو کې به مو د وینې د سپینېدو اورېدلي وي، خو جرمني کې د یو کس وینه په رښتیا سپینه شوې.
د دغه کس د وینې د سپینېدو لامل د هغه په په بدن کې د چربۍ (غوړو) شتون ښودل شوی دی.
پوهانو دغه وضعیت وژونکی بللی دی.
دغه کس د ائپرټرایی ګلیسراییډیمیا ناروغي لرله چې له امله یې په وینه کې فیټي ټرایی ګلیسراییډ زیات شوي وو.
دا داسې یو وضعیت دی چې غوړ په (بدن) کې دومره زیاتېږي چې وینه کې څرګندېږي.
په عام ډول د دې ناروغۍ درملنه په ځانګړو ماشینونو د ډایلسس په ډول کېږي. دې کې وینه پاکېږي او بیا ځلې بدن ته داخلېږي.
خو کله چې دغه نهه دېرش کلن شخص د کولون پوهنتون روغتون ته وړل کېږي، نو ماشینونه وینه کې د زیاتو غوړو له امله دوه ځله بند کړل شول.
پوهانو دغه ډول مسله په لومړي ځل ولیده.
په یو دیسي لیټر وینه کې تر ۱۵۰ ملي ګرامو پورې د چربۍ شتون نارمل حالت دی، خو له ۲۰۰ تر ۵۰۰ بیا خطرناک دی.
د دغه کس په وینه کې چربي زیاته او وینه لږه وه، نو ځکه دغه ډول وضعیت سره مخ شوی و.
وروستي مالومات وایي چې د دغه کس درملنه روانه ده.



اعلان