روان کال د موبایل کمپنیو تر منځ د قاتېدونکو موبایلونو سیالي ده

پام وړ

روان کال د موبایل کمپنیو تر منځ د قاتېدونکو موبایلونو سیالي ده

270

تېر کال سام سنګ او اېپل موبایل جوړوونکو شرکتونو وویل چې قاتېدونکي موبایلونه جوړوي. په دې اړه ځینو کمپنیو د خپلو اختراعاګانو مالومات هم شریک کړي وو.

سام سنګ لومړنی شرکت و چې ويې ویل چې د روان کال په منځ کې به قاتېدونکی موبایل وړاندې کړي، خو تمه کېږي چې د کال له نیمايي څخه به يې مخکې وړاندې کړي.

ویل کېږي چې د دغه نوي قاتېدونکي موبایل بیه به له ۱۹۸۰ ډالرو څخه پېلېږي. دغه نوي موبایل ته د سام سنګ فولډ نوم ورکړل شوی دی.

اېپل کمپنۍ هم قاتېدونکي موبایلونه جوړوي، خو تر اوسه په دې اړه ډېر مالومات نه دي ښکاره شوي. ویل کېږي چې د اېپل د دغه نوي موبایل نوم به ایفون ایکس فولډ وي.

د هوواوې کمپنۍ په اړه هم ویل کېږي چې د قاتېدونکو موبایلونو بازار کې به خپل تولیدات وړاندې کړي.

هوواوې د خپل قاتېدونکي موبایل اعلان کړی دی، خو ویل کېږي چې قیمت يې له ۲۶۰۰ ډالرو پېل کېږي. د دغه موبایل نوم میټ ایکس دی.

د ټي سي ايل په نوم د موبایلونو یو بل شرکت هم د قاتېدونکي موبایل وړاندې کولو اعلان کړی دی.



اعلان