د عیسویانو مشر پادري او د واتیکان د مشر نږدې ملګری په ماشومانو په جنسي تشدد تورن شو

راپورونه

د عیسویانو مشر پادري او د واتیکان د مشر نږدې ملګری په ماشومانو په جنسي تشدد تورن شو

458

کلونه کېږي چې د رومن کاتولیک کلیسا په پادریانو باندې په لږ عمره ماشومانو د جنسي تشدد کولو تورونه لګول کېږي.
وروستیو کې د کاتولیک کلیسا مشر پاپ فرانسس هم په ماشومانو د جنسي زور زیاتي او د کلیساګانو د پادریانو له لوري د ښځینه راهبانو په جنسي غلامولو باندې اعتراف وکړ.
فرانسس ویلي، د دې وخت دی چې په لږ عمره ماشومانو باندې د جنسي تېري کوونکو پادریانو پر ضد ګامونه پورته شي.
اوس په استرالیا کې یوې پټې محکمې یو پیاوړی پادري په ماشومانو په جنسي زور زیاتي تورن کړی دی.
د ای ایف پي رپوټ کې ویل شوي چې د واتیکان (ایټالیا کې د رومن کاتولیک مذهب لوی مرکز) پخوانی خزانه دار او د فرانسس نږدې ملګری جان پیل د محکمې له لوري مجرم بلل شوی دی.
پیل ۷۷ کلن دی.
پیل تېر کال مجرم بلل شوی و، خو دغه پرېکړه پټه ساتل شوې وه. اوس د محکمې دغه پرېکړه څرګنده شوې.
پیل په ماشومانو په جنسي زور زیاتي او ناوړه غوښتنو کولو تورن شوی دی.
پیل ته تر اوسه سزا نه ده ورکړل شوې، خو ویل کېږي چې محکمې خپل کار پېل کړی دی.
په پیل تور دی چې په ۱۹۹۰ کې یې په ملبورن ښار کې په یو ۱۲ کلن او بل ۱۳ کلن هلک جنسي تېری کړی و او له څلورو لږ عمره ماشومانو یې ناوړه غوښتنه کړې وه.
دا لومړی ځل دی چې کوم مشر چارواکی په جنسي زور زیاتي تورن کېږي.



اعلان