فرانسوی لیکوال: واتیکان یو همجنس بازه اداره ده

راپورونه

فرانسوی لیکوال: واتیکان یو همجنس بازه اداره ده

365

یو فرانسوي لیکوال په خپل تازه کتاب کې ادعا کړې چې واتیکان یو همجنس پرسته اداره ده.

لیکوال فریدریک مختل دغه ادعا په خپل نوي کتاب کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، کړې ده. د کتاب نوم ان کی کلوزټ اف دی واتیکا دی.

مختل ویلي چې د خپلې څېړنې له پاره يې ډېرو هېوادونو ته سفر کړی. لسګونو پادریانو، د کلیساګانو مشرانو او واتیکان ته نږدې د ښوونځیو مشرانو سره يې کتلي دي.

واتیکان چې ایټالیا کې دی، د عیسوي مذهب د لويې ډلې رومن کاتولیک مذهبي مرکز دی.

مختل بي بي سي انګلیسي څانګې ته ویلي چې په خپله څېړنه کې يې له ۴۱ کاردینالانو، ۵۲ اسقفانو او نږدې دوه سوه پادریانو او سفیرانو سره مرکې کړي دي.

د مختل په وینا، د تاریخي او ټولنیز وضعیت له امله زرګونه ځوانان چې د خپل جنسي میلان له امله ورسره په کلیو کې کرکه او تشدد کېږي، رهبانیت ورته د تېښتې یو اسانه لاره ثابته شوې.

"په دې ډول، کلیسا په داسې یوې ادارې بدله شوه چې اکثریت يې همجنس پرسته دي".

مختل ویلي، دا يې موندلې چې واتیکان یو همجنس پرسته ډله ده چې غړي يې د ورځې په رڼا کې خپل جنسي هوس او جذبه پټوي، خو د لمر له لوېدو وروسته يې زیاتره کسان ټيکسي نیسي او د خپل جنسي هوس د سړولو له پاره د همجنسبازی کلبونو ته ځي.

مختل دا هم ويلي چې د واتیکان اتیا سلنه پادریان او غړي همجنسبازه دي، خو د ده دا ادعا تر اوسه خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړې.

هغه دا هم ویلي چې ځینو پادریانو داسې ژوند غوره کړی چې په عامو ناستو کې يې غندي او له خلکو يې د نه خپلولو غوښتنه کوي.

واتیکان د مختل ادعاوو ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي.



اعلان