سروې: اکثریت افغانان د ټاکنو پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکوي

راپورونه

سروې: اکثریت افغانان د ټاکنو پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکوي

323

د نی په نوم یو بنسټ له لوري ترسره شوې سروې ښیي چې اکثریت افغانان د ټاکنو پر ځای له طالبانو سره سولې ته لومړیتوب ورکوي.
نی ویلي چې دغې سروې کې یې ۵۳۷۹ تنه په ۳۴ ولایتونو کې پوښتلي چې له ډلې یې له ۹۰ سلنه زیاتو خلکو سوله لومړیتوب بللی دی.
له دوی یوازې اته سلنه خلکو له سولې وړاندې د ټاکنو ترسراوی غوښتی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالب-امریکا د خبرو څلورم رسمي پړاو دوشنبه پېلېږي او د قطر دغې غونډه کې د خبرو د پرمختګ شونتیا ښودل شوې ده.
ولسمشر اشرف غني موده وړاندې وویل چې د واکمنۍ موده کې یې له ۴۵ زرو زیات امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
دغه راز، هره ورځ د لسګونو ملکي او غېر ملکي افغانانو د وژلو رپوټونه ورکول کېږي.
عام ولس د طالب-امریکا د سولې خبرو ته ځیر دي او د یو جدي تفاهم تمه لري.



اعلان