د مریخ د هوا حالات ځمکې ته را استول کېږي

پام وړ

د مریخ د هوا حالات ځمکې ته را استول کېږي

455

د امریکایي خلایي ادارې ناسا له لوري مریخ ته استول شوي انسایټ خلایي الوتکې د مریخ د هوا د وضعیت په اړه د مالوماتو استول پېل کړي دي.
د انسایټ په واسطه شونې ده چې د مریخ د هوا ورځینی وضعیت مالوم شي.
انسایټ د مریخ د تودوخې درجه، د هوا فشار، د هوا چټکوالی او نور مالومات استوي.
مریخ د شمسي نظام مهمه او د ځمکې ګاونډۍ سیاره ده.
انسایټ کې د زلزلې د کچ اندازه کولو اله هم لګول شوې ده.
د روانې فبرورۍ میاشتې په اوولسمه د مریخ د تودوخې زیاته منفي درجه اوولس او منفي پنځه نوي سانتي ګراد وه.
دغه راز، په همدې ورځ د هوا چټکوالی په یو ساعت کې شپېته کیلومتره و.
تاسو کولای شئ چې د ناسا په وېبپاڼه د هوا ورځیني مالومات ترلاسه کړئ.



اعلان