یو جاپاني وزیر د درې دقیقو ځنډ له امله بخښنه غوښتې

پام وړ

یو جاپاني وزیر د درې دقیقو ځنډ له امله بخښنه غوښتې

222

د جاپانو د اولمپیک لوبو وزیر یوې پارلماني غونډې ته د دریو دقیقو ځنډ له امله د بخښنې غوښتنه کړې ده.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، د وزیر Yoshitaka Sakurada په دغه کار د پارلمان غړي غوسه شوي او ویلي يې دي چې د وزیر سستي (لټي-ځنډ) د ده دندې ته نه درناوی دی.

د پارلمان غړو د احتجاج په ډول غونډه پنځه ساعته ځنډولې وه. پېښه پرون (پنجشنبه) شوې ده.

سکوراډا تېر کال په اکتوبر کې په دنده ګومارل شوی.

د جاپانیانو په اړه ویل کېږي چې وخت ته ډېره توجه کوي او د دوی د پرمختګ یو لامل هم دادی چې خپل کارونه په خپل وخت ترسره کوي او نه يې ځنډوي.

 



اعلان