تاریخ سازمنصوره! طالب دي له ځمکې راپورته کړ اونړۍ دي طالب ته په ملا کږه کړه!

نظر او تحليل

تاریخ سازمنصوره! طالب دي له ځمکې راپورته کړ اونړۍ دي طالب ته په ملا کږه کړه!

960

 په سترګوکې يې افغان غرورڅپې وهلې، تابه ویل چې په یوویشتمه پیړۍ کې ابدالي سلطان بیا راژوندی شوی؛ هرخپل يې سترباله او هرپردی يې وړوکی؛ د حریف په وړاندي یې نه تونده ژبه کاروله اونه توند غبرګون، خوچې د چا سرغړونه به له حده وواښته، بیایې د تدبیرپه لومه کې تراصلاح پورې بندساته!

په هرښه اوبد حالت کې به يې روحیات ارام اواعصاب نورمال و؛ نه چا هیجاني لیدلی او نه جزباتي.

نه چا ترې د وارخطايي خبره اوریدلې اونه د مایوسي!

نه يې څوک مخامخ تهدید کړي اونه يې په ناوړه ژبه مخاطب کړي، خو دوستانه ګیله به يې له هرڅه معناداره او درنه وه!

چې له حالاتو به مایوسه ورغلې، د ده روڼ تندی، خوږه اوځوانه موسکا او له اطمنان ډک دریځ به له ځمکې راپورته کړې او راتلونکي ته به يې هیلمن کړې!

څوک يې له دره بېنوا نه تلل اود هرچاد وړې قربانۍ يې ډیر لوی قدر کاوه!

کشريې له مهرباني خوښ و او مشريې له درناوي!

نه يې ستا شخصیت زماله نظره معلوماوه اونه يې زماشخصیت ستا له نظره، بلکې هرڅوک يې پخپله مطالعه کول اود خلګو ترمنځ په نزاکتونو ډیرښه پوهیده.

د هرچا شخصیت يې درک کولای شوی!

د اسرارو خزانه وه، خو کله يې هم د ځان ستایني یابل هدف لپاره پټې کارنامې نه ښکارولې.

طالب يې د هغو تعمیراتي کارونو له مخنوي را وګرځاوه، چې عام ولس ته يې خیر رسيږي.

د جګړې په حال کې د ولسي خلګود ځوراوملکي تلفاتود مخنوي لپاره يې سخت قوانین وضع کړل.

د قطرلپاره هغه تشکیل چې د طیب اغا د شخصي مزاج په محور ټاکل شوی و، نیمايي يې پاک کسان او يوڅو يې کابل ته د تللو په اراده وو چې يوناڅاپه سید طیب اغا قطر ته بوتلل، خو منصور رحمه الله دوي په ډیرحکیمانه ډول د نظام په ګټه وکارول او چوکاټ ته يې واچول.

ښه راته یاد دي چې د شیرمحمدعباس ستانکزي په انتخاب کې ورسره ډیرو مخالفت وکړ، خونن د ستانکزي له انتخاب سره هم هغه مخالفت کوونکي په ستانکزي ویاړي!

د ستانکزي ټاکنه د منصور رحمه الله ځانګړې او حکیمانه پریکړه وه!

ټول ملګري شاهدان دي چې امیرالمومنين منصور رحمه الله په شخصي ژوند کې خوشطبعه، بښونکی، جواد او له کینې خالي و.

هرمخالف ته کورته ورته، مزاجا ډیرمهربان، حلیم اوچشم پوشه انسان و.

په قایدانه ژوند کې يې طالب د انزوا له کندې د فوځي او سیاسي عروج بام ته وخیژاوه اونړۍ يې په طالب راماته کړه؛ د اشغال په وړاندي يې نړیوال سکوت مات کړ او خپل غورځنګ يې د يوه فعال او مشروع نظام په توګه په نړۍ ومانه.

چې کله امیرالمومنين انتخاب شو:

نو هراتل يې ترخوا اوهرچټل يې په وړاندي ودريد!

هرمجاهد يې ترڅنګ اوهرغل يې په وړاندي ودريد!

هر اشرف يې ترشا او هر ارذل يې په وړاندي ودريد!

 

په مسلمانانو کې يې نړیوال مقبولیت دې ته ورسید، چې د نړۍ نامتوعرب مفتیانويې هم په اړه خطبې او قصیدې ویلې!

د پاکستاني طالبانو مشرمرحوم مولانا فضل الله اوډاکتر ایمن الظواهري هم ورته خپل امیر وویل او بیعت يې ورسره اعلان کړ!

 

ډیر زړونه ورپورې غاږه دي!

د هیرېدو نه دی!

پر روح يې نور اورحمت شه!

نن مې په زړه بار بار را اوریده، اخیرمې خپلې اوښکې له تاسو سره هم شریکې کړې.

 

والسلام

(خپلواک)

 

یادونه: په ځلاند کې خپریدونکې لیکنې د ځلاند استازیتوب نشي کولای.



اعلان