"خوست کې ځینې ملایان د امنیتي ځواکونو جنازه نه کوي"

راپورونه

1900

له خوست ولایته رپوټونه وایي، هلته ځینې ملایان د امنیتي ځواکونو د جنازې مونځ نه کوي.
طلوع نیوز په خپل رپوټ کې د خوست د ځینو اوسېدونکو له قوله لیکلي چې ځینې ملایان د جنازې له مونځه ځان ساتي.
د خیال محمد په نوم یو امنیتي کس چې د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ کې په جګړه کې وژل شوی و، د سیمې ملا یې له جنازې کولو انکار کړی.
د وژل شوي خیال محمد ورور عید محمد وایي، ملا یې د جنازې مونځ کولو ته حاضر نه شو. ملا دوی ته ویلي وو چې چېرته روان یم او مانځه له پاره وخت نه لرم.
عید محمد زیاتوي، وروسته یې له دوستانو د جنازې د مونځ د ادا کولو غوښتنه وکړه.
د خوست ځینو ملایانو ویلي چې د طالبانو له وېرې د عسکرو جنازه نه کوي.
وړاندې د پکتیا ځینو ملایانو هم د عسکرو د جنازې له مونځونو انکار کړی و.



اعلان