"هېڅوک مې غږ نه اوري، افغان تابعیت راڅخه واخلئ"

راپورونه

1611

میدان وردګ ولایت ته ټاکل شوې ښاروالې ظریفې غفاري ویلي، اتمه میاشت ده چې د ولایت ښاروالۍ ته نه معرفي کېږي.
هغې په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، د افغانستان تابعیت راڅخه واخلئ، که هزاره وای، نو اته میاشتې به په خپل حق پسې سرګردانه نه ګرځېدم.
هغې زیاته کړې، قومي تعصب نه لرم، خو والي، وزیر، رییس، سرور دانش او ولسمشر اشرف غني یې غږ نه اوري.
غفاري چې اته میاشتې وړاندې د ښاروالې په توګه ټاکل شوې، تر اوسه یې دنده نه ده پېل کړې.
دې ویلي، په خپل جنس او قوم (پښتون) افسوس کوي، ټول یې تېر باسي او حق یې خوري.
د هغې په وینا، که هزاره وه، نو د هغه هزاره ځوان په څېر به یې حقوق ورکړل شوي وای.
د علیزاده په نوم یو هزاره ځوان چې ۳۱۲ نومرې یې اخیستې وې، نظامي اکاډمۍ ته د قومي سهم له مخې نه و بریالی شوی، خو پرون د ولسمشر غني د حکم له مخې بریالی شو.



اعلان