هند له روسيې نه ٢١جنگي الوتکې رانيسي

راپورونه

هند له روسيې نه ٢١جنگي الوتکې رانيسي

628

د روسيې يو فوځي مقام تېره ورځ خبر ورکړ، چې نوى ډيلى ورنه ٢١جنگي الوتکې رانيسي.

دا د روسيې نوي او پرمختللې ميگ٢٩الوتکې دي چې په کمپيوترې رادار سمبالې دي

له دې وړاندي روسيې پر هند له ځمکې هوا ته ويشتونکو اس٤٠٠ توغنديو د پلورلو، اعلان هم کړى و.

بل پلو امريکايي شرکتونه هڅه کوي چې د روسيې د وسلو د صادراتو مخه په خاموش ډول ونيسي، له همدې امله د امريکا ”لاک هيد مارتن“ شرکت هند ته وعده ورکړې چې د مناسب معيار لرونکي جنگي الوتکې به ورته د هند دننه جوړوي.



اعلان