شننونکي:خليل زاد طالبان ډير واړه ليدل غواړي

راپورونه

شننونکي:خليل زاد طالبان ډير واړه ليدل غواړي

1724

په هغو څرگندونو کې چې د امريکا د متحده ايالاتو ځانگړې استازې زلمي خليل زاد د طالبانو د راتلونکې په آړه کړې دي، له هغه فکر سره کم تفاوت لري، چې له تيرو څو کلونو راهيسې يې افغان حکومتونه او د سولې شورا لرې، چې مشترکه نقطه يې موجوده نظام اوسستم ته د طالبانو سرټيټي او لږ ابرومندانه تسليميدل دي.

خو داچې مقابل لورى څه فکر کوي، ښايې طالبانوته د خليل زاد طرحه په کلي توگه خپله سپکه ښکاره شي او له سره يې ونه مني.

بل خوا ډيرى شننونکې فکر کوي چې دواړو لورې تر ناستې وړاندې د خپلو پلويانو د روحې لوړولو لپاره د ځان په گټه تبليغات کوي.

مگر يوه خبره ښکاره ده چې طالبان د داسي شراکت فکر نلري چې دوي دي د موجوده سستم محکومه برخه شي چې د نظام په کنترولولو کې بنسټيز رول ونه لري .

طالبان فکر کوي چې د ممکنه شراکت پرمهال نظام په داسې نقشه روان کړي، چې د دوي له ارمانونو سره نيغه اړيکه ولري او دوي يې په کنترول کې بې اختياره نه وي.

خو د خليلزاد له طرحو او څرگندونو ښکاري چې هغوي يوه ډله طالبانو ته په حکومت کې څوکۍ ورکوي، هغه هم ښايي د دوي په خوښه له قطره يا کابله څو طالبان وي!

د ښاغلي خليلزاد د طرحې د مصداق لپاره داسي يوه فرضي خاکه وړاندي کولاى شو:

خليل زاد غواړي څو زاړه او نوي طالبان معينان، څو وزيران او څو سفيران کړي.

 

د بيلگې په توگه له قطره مولوي شهاب الدين د سترې محکمې مرستيال، مولوي قلم الدين د ښځو د چارو د وزارت مرستيال، عبدالمنان نيازى د داخله وزارت د ترافيکو عمومي رئيس او عبدالمنان عمري د سرې مياشتې د مرستون مشر او داسې نور..



اعلان