طالبان د تاریخ د پاڼ په څوکه

نظر او تحليل

طالبان د تاریخ د پاڼ په څوکه

453

د طالبانو د تحریک په اړه گڼ تاریخي قضاوتونه موجود دي، په بهرنیو کتابونو کې پرې ډېر څه لیکلی شوي دي، د احمدرشید کتاب ( طالبان) تر ډېره بریده د طالبانو د مشرانو، د هغوی د پخوانیو کارنامو او کړنو په اړه او دارنگه د تحریک د رامنځته کېدو په فلسفه خبرې لري. بل لور، که د طالبانو په لاس لیکلی شوې کتابونه ولوستل شي، گڼې داسې ادعاوې غندل شوي چې په هغه کې طالبان د پاکستان د نیابتي ډلې، د پاکستان د گټو د خوندیتوب لپاره د ځانگړي حرکت موخه بللي دي. د سلام ضعیف صیب وروستی کتاب ( له کندهاره تر مزاره) تقریبا د طالبانو د پیل او پای چې د ۱۹۹۵ز کال څخه یې د سیمه‌ییزو زورواکانو خلاف غږ پورته کړ او د ۲۰۰۱ ز کال تر پایه یې د نړیوال یرغل په وړاندې خپل سنگرونه پریښودل، ټوله کیسه مستنده ذکر شوي ده. که موږ دې ته تم شو چې طالبانو خپله وروستۍ جگړه چې د ۲۰۰۳ ز کال له پای څخه را پیل کړه او تر دې دمه روانه ده د خپل تحریک د بیا ځلې را ژوندي کیدای، د کابل د نیولو او بهرنیو پوځیانو د ماتې او اشغال د پای ته رسولو د پاره ترسره کړې وي، نو دا هم مهمه ده چې دا تحریک خپل سوچه والی، افغانیت او له خپلې خاورې سره د کړې ژمنې ټول سوگندونه ریښتیا کړي.

په دې مانا، هرهغه تحریک چې بهرنی بیناد او اساس ولري هغه د ملتونو په زړونو او شعور کې ځای نشي پیدا کولی، د نړۍ معاصر تاریخ هیڅ داسې مثال په ځان کې نلري چې کوم نظامي، ولسي ځواک دې د پردیو په مټ په کوم هیواد کې داسې ثمر ته رسیدلی وي چې هغه دې تاریخ جوړ کړې. هغه دې ولس په ځان را مات کړې، هغه دې زړونه او دماغ گټلي وي. طالبان د افغان معاصر تاریخ د پاڼ داسې څوکې ته رسیدلي چې که لا یې خپل رسالت، پاکي او ځواک د پاکستان یا هر بل ملک ( ایران، روس….) د ناپاکو دسیسو او لاسونو څخه پاک ونه ساته، دوی به هم د مجاهدینو د هغو گوندونو په څیر سپک او تاریخ ته ملامت وگرځي چې بیا به یې په مړو پورې ولس خاندي، فیسبوکي او د خواله رسنیو د ټوکو گډوري به وگرځي.

د خلیلزاد په مشرۍ، د امریکا د حکومت کومې خبرې چې له تېر اکتوبر، ۲۰۱۸ زکال څخه را پیل شوي دې، افغان ولس، افغان تاریخ یې په ډېره ځیرکۍ څاري، طالبانو د خپلې ځواکمنتیا او خپلواکۍ د ساتلو لپاره چې کوم فشار امریکا او سیمې ته ورکړی هغه ډېر حیرانوونکی دی. د قطر هیواد چې له گران وطن سره پوله نلري، د شوروي د یرغل په وخت کې د جهادي گوندونو سره یا هم د وخت له دولت سره نژدې ملگری نه دی پاتې شوی. دویم دا چې له گران وطن سره پوله نلري. درېم دا چې قطر هیواد په افغانستان کې کوم سیاسي یا جگړه‌‌ییز اهداف نه پالي، په داسې یو بې طرفه هېواد کې د طالباانو د سیاسي دفتر خلاصول د خپلواکۍ لویه فلسفه په ځان کې لري، د همدې فلسفې پالل به لویو قربانیو او ځیرکو تصمیمونو ته اړتیا ولرې چې طالبان یې باید د خپل تحریک تر پایه وپالي. په قطر کې د امریکا او طالبانو گډې ناستې خپل پنځم پړاو ته داخېلیدونکي دي، اټکل کیږي چې د ټرمپ عجله به د دې هېواد مرکچیان دېته وهڅوي چې له طالبانو سره زر جوړ جاړي ته ورسیږي. طالبانو ته په کار ده چې له دې فرصت څخه ښه گټه پورته کړي، د مسکو ناسته لویه لاسته راوړنه وه، هغه په دې مانا چې بهرنیان، په ځانگړې توگه امریکا چې د طالبانو دا غوښتنه اورې چې دوی له اشرف غني او عبدالله ( دملي وحدت حکومت) سره مخامخ ناسته نه کوي، نو بهرنیانو ته سوال پیدا کېده چې نو طالبان له چا سره کیني؟ په افغانستان کې خو بل کوم داسې مشترک افغانی لوری نشته چې طالبانو سره د افغانستان په کشاله خبرې خبرې وکړي؟ د ماسکو ناستې د بهرنیانو لپاره همدا ورک ادرس را پیدا کړ، د دوی پوښتنې یې ځواب کړي، که طالبان غواړي د افغانستان په داخل کې سیاسي ملاتړ پیدا کړي، ځانته د خبرو لپاره افغان لوری وټاکي، نو د مسکو د ناستې له گډونوالو سره باید خپلې اړیکې، مشورې زیاتې کړي، له هغوی سره د لیدونو گڼ فرصتونه باید رامنځته کړي او پرینږدي چې طالبان په کور دننه منزوي  شي یا هم دیواله ته ودریږي.

د افغان سولې دښمنان له شمیره وتي، کابل ته د طالب د راگرځیدو داخلي او نړیوال سیالان هره شېبه په رسینو، فکري مراکزو ( تینک ټینکنس)، دولتونو او نړیوالو کانفرانسونو کې همدا غوغا او چیغې پورته کوي چې طالب ترهگره ډله ده، له دې ډلې سره هر ډول جوړ جاړی د بشري ارزښتونو سپکول دی. طالبان باید په دې پوه شي چې که دا غږونه او چیغي ماتول غواړي نو افغان سولې ته به د پاکستان له عینکو نه گوري، که دا کار یې وکړ دا به یې د تاریخ د پاڼ له څوکې داسې را وغورځوي چې بیرته ختل به ورته ډېر ناشونی کار وي. طالب مشران چې له سختو شرایطو تېر شوي، د ژوند او مرگ ترمنځ یې اړیکه ډېره نازکه بار، بار تر سترگو کړي، په یو تاریخي پړاو کې قرار لري چې که دا د څو ورځو زغم، برم او بصیرت ته یې پام ونکړ، هر څه به په سیند لاهو کړي.

سوله د میلیونونو خپلواکو افغانانو هیله ده، سوله د زرگونو افغان شهیدانو د وینو قیمت دی، سوله د گران وطن د سیاسي، جغرافیوي خپلواکۍ کیلي ده، سوله داسې سیاسي بصیرت دی چې د زرگونو افغانانو ژوند پرې خوندې کیدای شي، له دې امله داسې سپیڅلي هدف ته رسیدل باید په سپیڅلې وسیله او پاک زړه او ارامه ماغزو وشي. د امریکا ځانگړی استازی دنده لري چې د امریکا د گټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره یوې هوکړې ته ژر تر ژره ورسیږي، همدا د خلیلزاد دنده ده، خو دا چې د امریکا په  سوله‌ییزه سیاسي گټو کې به طالبان څنگه د افغانستان گټې پالي، د خپل تحریک د اوږدې مبارزې گټې به خوندې کوي دا نو ډېر ژور کار او زیار ته اړتیا لري، په همدې هیله چې د گران وطن عزت، خپلواکي او سپیڅلتوب په هر څه کې لومړی وگڼو.

یا رب توفیق !



اعلان