سګرټ څکول مو د سترګو نظر کمزوروي

روغتیا

سګرټ څکول مو د سترګو نظر کمزوروي

273

یوې تازه ترسره شوې څېړنه کې مالومه شوې چې ډېر سګرټ څکول د انسان د سترګو نظر (دید) کمزوری کولای شي.
امریکا کې ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې هره ورځ له شلو ډېر سګرټ څکل د سترګو نظر تر ډېره اغېزمنوي.
څېړنه کې ویل شوي چې امریکا کې له دېرش میلیونو ډېر ځوانان سګرټ څکوي.
له دوی له لس میلیونو زیات ځوانان په بېلابېلو ناروغیو اخته دي.
څېړنه کې ویل شوي چې زیات سګرټ څکونکي کسان ان د رنګونو د مالومولو وړتیا هم له لاسه ورکولای شي.



اعلان