شپاړس امریکایي ایالاتو محکمه کې په ولسمشر ټرمپ عریضه کړې

راپورونه

شپاړس امریکایي ایالاتو محکمه کې په ولسمشر ټرمپ عریضه کړې

247

د امریکا د شپاړس ایالاتو اتحاد محکمه کې په ولسمشر ډونلډ ټرمپ عریضه کړې ده.
دا عریضه کالیفورنیا ایالت کې یوې محکمه کې شوې ده.
ولسمشر ټرمپ میکسیکو سره د دېوال جوړولو له پاره بېړنی حالت اعلان کړی. دغه حالت ولسمشر ته د دې واک ورکوي چې د کانګرس له تصویب پرته فنډ واخلي.
د کالیفورنیا څارنوال زیوییر بیکیرا ویلي، ولسمشر ټرمپ به محکمې ته کش کړي، څو د هغه له لوري د واکونو د غېر قانوني کارولو مخه ونیسي.
بیکیرا زیاته کړې، د ولسمشر ټرمپ له لوري د مالیه ورکوونکو په پېسو به د ولسمشر د خېټې اچولو مخه ونیسي.
ټرمپ بېړنی حالت هغه مهال اعلان کړ چې کانګریس سره له اوږدو خبرو وروسته یې هم د فنډ ترلاسه کولو اجازه ترلاسه نه کړه.



اعلان