چپس چا ایجاد کړي؟

پام وړ

چپس چا ایجاد کړي؟

450

ایا تاسو هم فرنچ فرایز یا چپس د فرانسې ایجاد ګڼئ؟

چپس نړۍ کې زیاته خوړل کېدونکې سبزي ده او ښايي نړۍ کې يې هر شخص په ډېر شوق خوري.

خو دا چې د دې فرنچ فرایز/چپسو اړیکه دې له فرانسې سره وي، دا بلکل سمه نه ده.

د ۱۶۰۰ کلونو په وروستیو په بلجیم کې د کچالو د سره کولو شواهد موندل شوي دي.

بلجیم کې د شته کیسو له مخې، په میواسي سیمه کې به بې وزله خلکو کوچني کبان (ماهیان) سره کول. څرنګه چې په ژمي کې د کبانو نیول سخت وو، نو هغوی يې د بدل په لټه کې شول او کچالو يې غوره کړل.

دوی د کبانو په څېر کچالو هم سره کول او په دې ډول فرنچ فرایز رامنځته شول.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال بلجیم کې مېشت امریکايي پوځیان له چپسو سره اشنا شول. د بلجیم د پوځ ژبه فرانسوي وه، نو امریکايي پوځیانو چپسو ته د فرنچ فرایز نوم ورکړ چې تر اوسه ورته د نړۍ ډېرو سیمو کې ویل کېږي.

امریکایان يې فرنچ فرایز، برتانویان چپس او هندیان يې فنګر چپس بولي.



اعلان