طالب مرکچیانو رښتیا اسلام اباد ته د تګ ستونزه درلودله؟

نظر او تحليل

طالب مرکچیانو رښتیا اسلام اباد ته د تګ ستونزه درلودله؟

400

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
د ماسکو غونډې (۵ او ۶ فبروري) پر مهال، د ډیری افغان سیاستوالو غوښتنه دا وه چې بله غونډه په ازبکستان کې جوړه شي، ازبکستان ‏په ښکاره د روسیې تر نفوذ لاندي ښکاري، خو دغه هیواد له امریکا سره ډیر نږدې اړیکې لري، او امریکا ته په منځنۍ اسیا کې تر ټولو ‏نږدې ملګری هیواد ګڼل کیږي.‏
د طالبانو د استازو لخوا د ماسکو غونډې پر مهال هم وویل شول چې د دوی د سیاسي دفتر او مذاکراتي ډلې ځینې کسان له قطر څخه د ‏باندي سفر نه شي کولای، لا هم پر هغوی بندیزونه دي، ځکه خو پریکړه وشوه چې راتلونکي د افغانانو د خپلمنځي خبرو غونډه به قطر کې ‏کیږي.‏
فکر کیږي چې ماسکو ته د تګ لپاره به د ملا محمد فاضل اخوند او ملا خیرالله خیرخوا اړوند هم هڅې شوې وي، ولي داچې هغوی لا هم ‏له قطر څخه د باندي وتلو له حق څخه محروم دي، ویې نه شوای کولای چې د طالب استازو په ډله کې ماسکو ته سفر وکړي.‏
داسي نه ده چې د طالبانو ټول هغه کسان چې تورلسټ کې دي، هغوی هم ماسکو ته سفر ونه شو کولای، بلکې د ماسکو غونډه کې د ‏امریکا او ملګرو ملتونو تورلسټ کې شامل طالب مشرانو په غونډه کې برخه درلودله.‏
له ګوانتانامو څخه د پنځو تبادله او را خلاص شوو کسانو (ملا محمد فاضل اخوند، ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق ‏او مولوي محمد نبي عمري) مسئله بل اړخ لري، هغوی چې د تګ راتګ له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، د امریکا لخوا پر قطر هیواد فشار ‏دی چې له قطر څخه د باندي وتلو اجازه همدې کسانو ته ورنه کول شي.‏
همدې ۵ کسانو، له خلاصون وروسته هم پاسپورټونه ډیر کلونه نه درلودل، د ۲۰۱۷ز کال په اکټوبر میاشت کې دوی خپل افغاني ‏پاسپورټونه تر لاسه کړل، ولي بیا هم په پاسپورټونو کې ځینو هیوادونو ته د تګ محدودیت پکې شتون لري، ممکن چې پاکستان هیواد ته د ‏دوی پر تګ به هم محدودیت وي.‏
د ابوظبۍ غونډې (۱۷ او ۱۸ ډسمبر ۲۰۱۸) پر مهال هم د قطر هیواد هوایې ډګر کې د څو ساعتونو لپاره ملا محمد فاضل اخوند او ملا ‏خیرالله خیرخوا ځنډول شوې وو، او له قطر څخه د وتلو اجازه په لومړي سر کې نه وه ورکول شوې، چې وروسته امریکایې مذاکراتي ډله ‏مجبوره شوه، تر څو ستونزه حل کړي، ویل کیږي چې د یادو دوو تنو د وتلو پروسې د کاغذونو د لاسلیک لپاره باالاخره امریکایان قطر ته ‏ورغلل، او بیا دغه دوه طالب مشران ابوظبۍ ته ولاړل.‏
داچې پلان وو د فبروري پر ۱۸مه ۲۰۱۹، د طالبانو د سیاسي دفتر غړي په اسلام اباد کې له عمران خان او امریکایې هیئت سره وګوري، ‏ولي د فبروري پر ۱۷مه طالبانو خبرپاڼه خپره کړه چې پر ځینو طالبانو د بندیزونو او تورلسټ له امله د هغوی ته اسلام اباد ته د ورتګ ‏اسانتیا نه وه چمتو شوې، له همدې امله په اسلام اباد کې غونډه و ځنډول شوه.‏
اسلام اباد کې د غونډې د ترتیب په اړه هم مثبت او هم منفي غبرګونو شتون درلود، فکر کیږي چې بیا هم د ملامحمد فاضل اخوند او ملا ‏خیرالله خیرخوا له قطر څخه د وتلو موضوع وه، چې لا هم دغه دوه تنه او د دوی نور درې ملګري نه شي کولای چې له قطر څخه د باندي ‏سفر وکړي، او تر دي مهاله حتی د عمرې کولو او مکې مکرمې او مدینې شریفې ته د حرمینو د زیارت اجازه هم نه ده ورکول شوې.‏
که د امریکا لخوا د یادو ۵ تنو (ګوانتانامو څخه را خلاص شوو بندیانو) او ځینې نورو هغو طالبانو چې تورلسټ کې دي، او ځینې لا هم د ‏پاسپورټ ستونزې لري، د تورلسټ څخه ایستلو موضوع حل نه شي، دارنګه د ملا برادر اخوند په ګډون د ځینو د پاسپورټ ترلاسه کولو ‏ستونزې پر ځای پاتې وي، خدای مه کړه، دغه چاره د سولې مذاکرات له خنډ سره مخ نه کړي.‏
طالبانو او خلیلزاد او له هغه سره ملګري امریکایې هیئت ته په کار ده چې د سولې مذاکراتو د ښه پرمختګ لپاره د تور لسټ، د طالبانو د ‏سیاسي دفتر په رسمیت پېژندلو او د بهرنیو ځواکونو وتلو اړوند مسایلو ته لومړیتوب ورکړي. ‏
د اوربند غوښتنه ډیر ځله له طالبانو څخه کیږي، طالبان وایې چې اوربند د افغانانو تر منځ کورنۍ مسئله ده، که له امریکایانو سره د بهرنیو ‏ځواکونو پر وتلو توافق ته ورسیږي، او د بهرنیو ځواکونو له خوا پر افغانانو بمبارد او هوایې حملې هغه وخت نه وی، نو له افغانانو سره به یې ‏لومړۍ موضوع د اوربند او راتلونکي نظام پر جوړښت وي.‏



اعلان