زخم جوړونکی مسکو؛او د طالبانو سره د پخلاینې لومړۍ پټۍ

نظر او تحليل

زخم جوړونکی مسکو؛او د طالبانو سره د پخلاینې لومړۍ پټۍ

276

د مرورو افغانانو کوربه مسکو:

کومه غونډه چې د سره اخته افغانانو وخت او تصادف او یا اتلس کلن سر خوږي جنګ په مسکو کې ډیزاین کړې وه، له بنیاده یې د هآغه مسکو تصور او تصویر دواړه بدل کړل چې زمونږ د هیواد د یو درجن پرله پسې جګړو پیل او تداوم د همدې مسکو د مداخلو نه پیل شوی و.

د هر چا لپاره به لږ او ډیر د باور وتې وي مګر زمونږ لپاره چې دېرش کاله مخکې او د یوې لسیزې په لړ کې کنشپ هلیکوپترو او روسي ټانګونو کوڅه په کوڅه، دره په دره زغلولو دا له باور وتې وه چې یوه ورځ به مسکو د خپلو سر سختو مخالفینو او د شوروي د مهال د دښمنو افغانانو او تر هغه پورته د امریکایي دوران د نه پخلا کیدونکو افغانانو د پخلاینې کوربه وي.

جګړې او د جګړو ستوماني هر څه ماتوي آن زمونږ دغه باور یې هم له بنیاده عوض کړ او نن مونږ په همدغه زخم جوړونکي مسکو کې د اول پړاو او د دویم امریکایي پړاو د زخمونو د جوړولو د پټۍ په امید په پریزیډینټ هوټل کې د دې هیواد په کوربتوب هاغه افغاني غونډه جوړه کړه چې د ګردي میز په دایره کې هر څوک د خپلو پرونیو یو درجن مخالفینو پر وړاندې مخامخ ناست و.

زه د داسې چا په مقابل کې ناست وم چې که یو مهال زما د ناستې تصویر او په دې پراخه ټنډه زما د تنظیم مراجعو ته چا سپارلی وای، کیدای شوای زه یې پر همغه ورځ له حزبه ویستلای وای او که زما د مقابل راپور یې خپل تنظیم ته تللای وا ی کیدای شول، وژلای یې وای، ځکه هغوی پرون د سره قرارداد په کرښه روان وو.

 که څه هم دا مسایل اوس په سیاسي انداز ډیر شاته لویدلي ولې په یو سوله یيز جریان باندې د جنګي جریان د بدلولو په اړه د دغسې متضادو او دښمنو ډلو نه یوه واقعا ملي تصمیم ته لاره جوړول دا هغه څه دي چې د مسکو غونډې یې د پیل افتخار وګاټه او د مداخلو مسکو پکې نن د مرورو افغانانو د پخلاینې مسکو شو.

زمونږ ملت دې ژوندی وي:

کله چې ارزښتونه د یوه ملت په جذبه کې د قربانۍ ریښې ولري هغه به همداسې تر افسانو پورته حقایق زیږوي او هغه ملتونه به تر خپل کردار او حجم سل برابره لوی مصائب نه تجزیه… نه بې لاري… او نه هم د سیاسي مرګ کام ته وښویولې شي.

که لوی خدای مونږ د دې لوی کړاوجن پړاو نه پورې ایستو، مونږ به یې تر ټولو لویه بېلګه وو.

زمونږ ملت چې د ازادۍ په لاره کې د بلا سیاسي ډلو او سیاسي اختلافاتو باوجود کومه قرباني ورکړه مګر په اخرت کې دمه شو؟

د مسکو د جلسې ترکیب د څلویښت کلنو مخالفینو د شل کلنو مخالفینو پخپلو کې بغل کشۍ یو بل ته احترام او درناوی دا زمونږ د ملت د هغې درنې میراثې کشش و چې مونږ یې د قومونو او ملتونو په تفاوت کې او په بدو تورو ورځو کې دنیا او ګاونډیو ته تر هر چا ښه امتحان ورکړی.

زمونږ نیکونو افغانستان ژغورلی، بلکې د خپلو ګاونډیانو د ازادۍ اندیښنه یې مونږ ته په میراث پریښې مونږ د خدای په باور او د همدغسې عزیز ملت سره د تړاو په برکت د نجات د ساحل سره په لږه فاصله کې یو.

په مسکو کې د یوې متحدې راتلونکې په اړه د نظر او سوچ مشترکات ښیي چې د تیرو پړاوونو د اشتباوو ښکار مشران پخپلو اشتباهو پوه او د تلافي په لټه کې دي.

چا چې پرون په غونډه کې د ملت راتلونکي خبره وکړه او د حالت د بدلېدو په خاطر یې د سولې ژبه وکاروله هغه په غونډه کې تر هر چا ښه وځلیدل او څوک چې پکې لږ او ډیر ماضي ته لاړل او د سولې له ژبې نه په بدله ژبه وغږیدل هغوی د جلسې په پای کې پوه شول چې وخت نور دا چیړ او دا جدل انسان د خپلو خلکو په مقابل کې واقع کوي.

په دې لیرې مسکو کې د سولې غونډه څومره چې ملت استقبال کړه او څومره یې چې هلته مشرانو ته نوی سوچ او نوې روحیه ورکړه امید لرم چې د پرنګیانو د کرایي پروپاګنډې کابل نور پخپله بدلیږي او د اووه سوه ډالرو معاش خواره به پکې د خلکو په مینځ کې د دښمنیو تخم نور داسې په اسانه ونه شي شیندلای ځکه وایم:

زمونږ ملت دې ژوندی وي

مسکو؛

او د جنګي ډلو د تلاقۍ ړنده نقطه

مسکو چې کوم ترکیب د افغانانو په کومه موخه راټول کړی و دا پکې هغه ورکه نقطه وه چې تر اوسه یې په پیدا کولو کې ډلې او مشران ناکام وو.

له دې مخکې په پاکو ښارونو کې لکه مکه او په ګاونډیو ښارونو کې لکه اسلام اباد او تهران او په غرب کې د پرنګي پروتوکول له مخې یا د اسلامي هم سویې له مخې تر مسکو درنې غونډې وشوې او تر دغې غونډې پکې زیات افغانان راټول شوي وو او د خپل وخت سره یې هغه پریکړې وکړې چې د څو میاشتو لپاره یې د پروپاګندو په کمربند کې ښه ځلا درلوده.

په دې اړه د پنډې په مدینه الحجاج کې تاریخي غونډه وشوه او د مسکو د غونډې درې برابره افغانان پکې راټول وو او پخپل وخت کې یې د مجاهدینو جلا وطن حکومت وزیږاوه ولې د ډلو او د ملت د تلاقي نقطه پکې ورکه وه له هغه وروسته د ګورنر هاوس مختصره غونډه وشوه چې په لنډ واټن کې د کورنۍ جګړې لامل شوه.

بیا وروسته په کابل کې د اهل حل وعقد شورای جوړه شوه، نه دا چې جګړه یې ونه دروله بلکې جګړه یې یو تاوده پړاو ته داخله کړه د جهاد پاتې رهبران هم له کابل نه ووتل لکه خالص بابا، مولوي محمد نبي محمدي او نور.

بیا وروسته په کندهار کې د طالبانو هغه لویه او پرتمینه غونډه وشوه چې ملا صیب محمد عمر مجاهد پکې امیر المومنین وټاکل شو.

که څه هم پخپل وخت کې د یو بې ساري تحول پیلامه شوه ولې د کابل فاتح طالب پکې هومره غرور واخیست چې د ملیتونو او احزابو د یو ځای کېدو په ځای یې ایله د دنیا طالبان پر ځان راټولول او له هغو خواوو سره په جګړه کې ولوېدل چې د طالب سره یې د مذاکراتو او جرګې تمه درلوده.

ولې پروني مسکو له دې ټولو سره توپیر درلود او هغه دا چې د یوې خوا په دې غونډه کې د طالبانو په شمول اکثریت ډلې او مؤثر افغانان راټول شوي وو یواځې د تېر حکومت څلور د بهرنیو چارو وزیران پکې وو او د داخله او مالیې وزارت مؤثر وزیران پکې وو د جمعیت په مشرانو کې محمد یونس قانوني او مشهور والي عطا محمد نور او آمر اسماعیل خان پکې وو، د حزب وحدت مشر محقق پکې و، د حزب اسلامي د جنبش اسلامي د محاذ اسلامي د جبهې نجات ملې او حرکت اسلامي مشران یا نماینده ګان پکې وو.

غونډې ته راغلو مشرانو او استازو د خوږو او ترخو بحثونو په د ننه کې حزبي پیکه موخې مطرح نکړې او د اول ځل لپاره ما پکې احساس کړه چې ټول راغلي ښاغلي پکې د یو باثباته افغانستان اندیښنو اخستي دي.

ناستې، ویناوو، بحث او تر ټولو زیات پکې تحمل او زغم خپلې رنګینې ښودې.

هغه چې په کابل کې به یې د خراسان داعیه چلوله هغوی هم پکې تر هر چا ارام او سپین وغږیدل.

د کابل نه د حامد کرزي په مشرۍ د یو قابل ملاحظه مشرانو تګ او د پخلاینې په اوله جلسه کې د هغوی بې غوغا ناستې او زغم وښودله چې هغوی دا ځل د ډیپلوماسۍ سره د نابلده طالب د ستوغو خطر هم په ځان منلی و.

ولې په بل طرف کې د قطر نه د سیاسي طالبانو د مشرانو ټیم هم دا ځل تر تېر ځلو زیات په خلاصه ټنډه او د هغې پخلاینې په جذبه راغلی و چې ځینې یې په خبرو متأثر شول او ځینې یې پر هغو اوښکو چې د دې غونډې په حاشیه کې دغو عزیزو طالبانو د ملت په تیر او ځوریدلي حالت یې تویې کړې.

د غونډې په دوه ورځني عمر کې د دغو عزیزانو خبرو او د لومړۍ پخلاینې ملاقاتونو دا تصور انسان ته ورکاوه چې که خدای کول دا ځل افغانانو د تلاقي ړنده نقطه پیدا کړې ده.

څومره چې حامد کرزي پخواني رئیس جمهور او ملا صیب عبدالسلام ضعیف سره د پاتې خلاوو د ډکولو په تېره د کابل له حکومت سره د طالب کېنولو او یا په دغه ملي لویه غونډه کې د حکومت د هیئت د شاملولو اندیښنه وه ښایي خپله په حکومت کې د ډېرو مشرانو سره نه وه.

دا چې د مسکو ګډونوالو په غونډه کې کوم قراداد پاس کړ او په هغه کې راغلې ښځينه تر نارینوو زیاتې راضي وې او په جلسه کې راغلي سیاسي مشران تر مذهبي مشرانو زیات راضي وو دا ټول ښیي چې دغه قرارداد به د اوربند وروسته او د کابل د حکومت د شاملیدو وروسته په هیواد کې د وروستۍ سولې او امنیت بندې دروازې پرانیزي.

زمونږ تېر لنډ تاریخ او څلویښت کلن جنګي پړاو ډیر بدغونی و ځکه مونږ پکې پخپلو شعارونو اختلافاتو دا ملت تقسیم کړ او بیا مو د ملت او احزابو د تلاقۍ نقطه پکې ورکه کړه او د دې دوه لوی لاملونه وو:

اول دا چې احزاب او ډلې په افغانستان کې په حزبي تنګه اجنډا راپورته شول او د ملي ګټو په ځای قدرت ته د رسیدو اندیښنو په مخه کړل او تر پرونه پورې دا ډلې یو ملي لویې اجنډا ته په رښتیني راستانه نشول.

دویم دا چې ډلو د طبیعي سیاسي بلوغ مخکې مقابلو، کودتاوو او جګړو ته مخه کړه او دغو بدغونیو جګړو زمونږ سیاسي مشران د لیرې او نیږدې هیوادونو د نیابتي جګړو او استخباراتي کړیو په خدمت کې واقع کړل او همدا زمونږ د بایلودنې د بد چانسۍ سبب شوه.

ولې د دې تر څنګ ملت په داسې حال کې چې سیاستوالو تقسیم کړی و بیا هم وکولای شول نابللي بهرنیان په اول او دویم دواړو پړاوونو کې پخپل مقاومت وتلو ته اړ کړي او دا هغه ارزښت دی چې د سیاست د اشتباوو ورېځې یې نشي پوښلی.

نن چې په مسکو کې افغانانو د تلاقۍ ړنده نقطه پیدا کړه هیله ده چې له همدې کابل نه د کابل کوربه طالب جوړ کړي او ټول د تیرو اشتباوو نه په عبرت دا ځل خپله تیره ماضي د همدې مسکو د قرارداد په پاتې پړاوو کې ومینځي.



اعلان