"جاپان د امریکا په غوښتنه ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړی"

راپورونه

213

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د جاپان لومړي وزیر دی د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړی دی.
ټرمپ په خبرو کې وویل چې په دې اړه یې د جاپان د لومړي وزیر شینزو ابی د لیک یو کاپي ترلاسه کړې ده.
خو رویټرز د یوې جاپاني رسنۍ له قوله لیکلي چې د امریکا حکومت له شینزو ابی څخه غوښتنه کړې وه چې ټرمپ د سولې جایزې ته نوماند کړي.
سرچینو ویلي، د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو له لیدنې وروسته امریکا له شینزو ابی دغه غوښتنه وکړه.
ټرمپ او کېم جونګ اوون تېر کال په سنګاپور کې سره نساته درلوده چې د شمالي کوریا په اټومي پروګرام سره وغږېدل.
د سولې نوبل جایزه هر کال هغه کس ته ورکول کېږي چې د سولې برخه کې یې لویه لاسته راوړنه لرلې وي.



اعلان