ولسمشر، استازی او طالب

راپورونه

ولسمشر، استازی او طالب

1279

نیوریارک ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غني، د افغانستان له پاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د استازي زلمي خلیلزاد او قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر عباس ستانکزي په اړه یو مقاله خپره کړې.
رسنۍ د درېواړو کسانو د تېر په اړه لیکل کړي.
دا درې کسان د روانې افغان جګړې د دریو لورو استازي دي.
د دوی تر منځ یو ګډ ټکی دادی چې له افغانستانه بهر د زده کړو له پاره په سکالرشپ تللي وو.
غني او خلیلزاد د لبنان امریکایي پوهنتون ته تللي وو او ستانکزي هند کې یو پوځي ښوونځي کې زده کړې کولې.
خو اوس درې واړه بېلابېلې لارې لري.
د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې پای ته رسول اسانه چاره نه ده.
غني او خلیلزاد درې پنځوس کاله وړاندې امریکا کې هغه مهال یو بل ولیدل چې ځوانان شوي وو.
د میلادي اویایمو کلونو افغان نارامۍ دوی امریکا ته په تللو اړ کړل. خلیلزاد له شیکاګو او غني له کولمبیا پوهنتونه دوکتورا وکړه.
دغلته خلیلزد د پوهنمل په رتبه دنده پېل کړه.
خو دوی دواړو ان د زده کړو پر مهال مخالف سټایلونه لرل.
په بیروت (لبنان) کې د محصلۍ پر مهال غني سوشلیست او خلیلزاد کپټلېست (پانګواله) تمایلات لرل.
غني په ۱۹۷۳ کې په خپلو خبرو کې د محمد داود ستاینه کوله. محمد داود د خپل د تره زوی محمد ظاهر له ګدۍ لرې او ځان یې ولسمشر اعلان کړ.
خو خلیلزاد، محمد داود نه خوښاوه. خلیلزاد په خپل کتاب کې د محمد داود یو خاطره لیکلې چې محمد داود په کې یو موټر چلوونکی وهي.
اکرم فضل وایي، دواړه ډېر جلا شخصیتونه لري.
خلیلزاد چې له طالبانو سره د امریکا مرکچي ګومارل شوی او له طالبانو سره یې څو ځله لیدل کړي، غني ورته یو ځل وویل چې دا د غني او زلمي تر منځ نه، بلکې د افغانستان او امریکا په اړه دي.
ویل کېږي چې ستانکزی د خپل عمر په شپېتمو کلونو کې دی.


ملګري یې وایي چې ستانکزی په هند کې د زده کړو پر مهال تر ټولو باډسپلینه او منظم زده کوونکی و.
ستانکزي به حرامه غوښه (خوړل یې) ردول.
ستانکزی او ځینې ملګري یې د شوروي یرغل پر مهال د کابل پر ځای پاکستان ته لاړل.
ستانکزي دوه مهارتونه لرل. یو یې انګلیسي ژبه او بل یې پوځي زوړرتیا (زده کړې).
ستانکزی له عبدالرب رسول سیاف سره یو ځای شو.
یو ملګری یې وایي چې په کوټه (کویټه) کې له کله نا کله له خپلې مېرمنې سره ریسټورانټونو ته هم تللو چې دې به نورو جنګیالیو کې اوازې جوړولې.
د طالبانو واکمنۍ کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شو.
امریکا ته لاړ او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ناکامه هڅه یې وکړه.
د ده نوم به په شریعت ورځپاڼه راڅرګندېده.
ستانکزی اوس د طالبانو مشر مرکچي دی.



اعلان