طالبان:د اسلام اباد ناسته تشريفاتي ده، اصلي ناسته قطر کې کوو

راپورونه

طالبان:د اسلام اباد ناسته تشريفاتي ده، اصلي ناسته قطر کې کوو

742

د طالبانو د سياسي کميټي لوړ رتبه چارواکي ځلاند ته ويلي چې د فروري په اتلسمه به په اسلام اباد کې د دوي څو تنه غړي له خليلزاد او د کوربه هيواد له چارواکو سره تشريفاتي او مقدماتي ناسته ولري.

خو دا ناسته د سولې د بنسټيزو خبرو له سترې ناسته نه جلا ده په کومه کې به چې د طالبانو له لورې اعلان شوي وفد گډون کوي.

طالب چارواکى وايي په راتلونکې کې دې ورته اراده لري چې له امريکا سره د سولې د روانو خبرو په ترځ کې د ايران ،ترکمنستان او ازبکستان له دولتونو سره هم ناستې ولرې، ترڅو د راتلونکې لپاره د ټولو گاونډيانو سره په تفاهم پرمخ لاړشو



اعلان