طیب اردګان ته سپکاوي کوونکي شخص ته د کتابونو د مطالعې سزا ورکړل شوې

پام وړ

طیب اردګان ته سپکاوي کوونکي شخص ته د کتابونو د مطالعې سزا ورکړل شوې

637

ترکیه کې یوې محکمې هغه شخص ته د کتابونو د مطالعې سزا ورکړې چې د ترکي ولسمشر رجب طیب اردګان سپکاوی يې کړی و.

ترکۍ جمهوریت رسنۍ لیکلي، پنځه اویا کلن علي شاهین استانبول کې اردګان پسې ناسمې خبرې کړې وې، خو شاهین د محکمې پرېکړه ردوي او وايي چې د تور قرباني شوی دی.

محکمې ویلي چې شاهین به د بندي کېدو پر ځای د ترکيې د جمهوریت بنسټ ايښودونکي مصطفی کمال اتاترک د ویناوو ټولګه، د اردګان بیوګرافي، د ۲۰۱۶ د جولای د کودتا په اړه کتابونه او یو شمېر نور تاریخي-مذهبي کتابونه مطالعه کوي.

سپوتنیک لیکلي چې د شاهین مدافع وکیل له محکمې په پرېکړې د تجدید نظر غوښتنه کړې، خو په خپله شاهین د کتابونو مطالعه پېل کړې ده.



اعلان