پاکستان د سعودي ولیعهد د امنیت له پاره بې ساري ګامونه اخیستي

راپورونه

پاکستان د سعودي ولیعهد د امنیت له پاره بې ساري ګامونه اخیستي

699

د پاکستان حکومت د سعودي ولیعهد له پاره بې ساري تدابیر نیولي دي.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان به د روانې فبرورۍ په ۱۶-۱۷ پاکستان کې وي.
ټرېبیون رسنۍ لیکلي، د ولیعهد د امنیت له پاره په اسلام اباد او راولپنډۍ له ۱۰۰۰ امنیتي تالاشۍ جوړې شوي.
دغه راز، دغو دوه ښارونو کې په مهمو سړکونو د لویو موټرو تګ راتګ هم منع شوی دی.
چارواکو ته د ډرون او له اجازې پرته د ریموټ الوتکو د ویشتلو امر شوی دی.
د دې ترڅنګ د ولیعهد د سفر پر مهال به د اسلام اباد-پنډۍ تر منځ چلېدونکی میټرو بس به یوازې تر پنډۍ پورې محدود وي.
ولیعهد به دغه دوه ورځې د پاکستان د لومړي وزیر په استوګنځي (وزیر اعظم هاوس) کې تېروي.
دغه راز ویل کېږي چې لومړی وزیر عمران خان به د ولیعهد موټر هم وچلوي.
ولیعهد ته به د توپونو سلامي هم وشي.



اعلان