فرانسه: که سپي زیات وغپل نو خاوند به یې جریمه کېږي

پام وړ

فرانسه: که سپي زیات وغپل نو خاوند به یې جریمه کېږي

434

د فرانسې شمال یو کلي کې ښاروال د سپیو په غېر ضروري غپا بندیز لګولی دی.
د اب فیکوریس په نوم کلي کې که سپي زیات وغپل نو خاوند به یې اته شپېته یورو جریمه کېږي.
ښاروال جین پایری ایسټنی ویلي چې د شپې-ورځې د سپیو د غپا له امله سیمه کې د نه زغم وضعیت پېدا کېږي.
نوموړي ویلي چې دا ګام د غږیزې ککړتیا کنټرول له پاره پورته شوی دی.
بل خوا، د حېواناتو د حقونو فعالانو دغه ګام سخت غندلی دی.
ښاروال بیا ویلي چې کلی د سپیو ضد نه دی، خو کله چې څوک سپی ساتي، نو روزنه دې یې هم وکړي.
د حېواناتو د حقونو د دفاع د یو سازمان مشر سټیفن لامارټ ویلي، د سپیو خولې د دې له پاره دي چې وغاپي.
لامارټ ویلي چې محکمه کې به د دې ګام پر ضد عریضه وکړي.



اعلان