امریکایي پوځ تېر کال افغانستان کې ۷۳۶۲ هوایي بریدونه کړي

راپورونه

امریکایي پوځ تېر کال افغانستان کې ۷۳۶۲ هوایي بریدونه کړي

391

میلیټري ټایمز د امریکایي پوځ د مالوماتو له مخې لیکلي چې امریکایي پوځ په ۲۰۱۸ کې په افغانستان کې دومره هوایي بریدونه کړي چې تېره یو لسیزه کې یې ساری نه لیدل کېږي.
امریکایي پوځ د ډرون او نورو بمو غورځوونکو په واسطه تېر کال ۷۳۶۲ وسلې په افغانستان غورځولي دي.
تېر کې په یو کال کې د ډېرو بمونو او توغندیو شمېر ۲۰۱۱ کې وو. امریکایي پوځ دغه کال په افغانستان ۵۴۱۱ وسلې غورځولې وې.
د امریکا پوځ په یو بیان کې ویلي، تېر کال یې د بېلابېلو هوایي عملیاتو ملاتړ کړی.
وروستیو کې د هوایي عملیاتو پایله کې ملکي مرګ ژوبله هم اوښتې ده.



اعلان