لږ خوب ډي این ای ته زیان رسوي او د سرطان ګواښ زیاتوي

روغتیا

لږ خوب ډي این ای ته زیان رسوي او د سرطان ګواښ زیاتوي

237

هانګ کانګ کې یوې څېړنې کې ویل شوي لږ خوب کول ډي این ای DNA ته زیان رسوي او تر څنګ يې د سرطان ګواښ هم لوړوي.

دغه څېړنه چې په کانګ کانګ پوهنتون کې شوې، په کې ویل شوي چې د ډي این ای د زیان له امله د جینز (کروموزم) ناروغیو ګواښ زیاتېږي.

څېړونکي وايي، تر اوسه په دې نه دي پوهېدلي چې د خوب لږوالی ولې ډي این ای ته زیان رسوي.

پوهانو د روغتیا له پاره اووه ساعته خوب کول اړین بللي دي.

څېړونکو دغه څېړنه په پنځه ویشت تنه رضا کاره ډاکټرانو کړې. پایله کې مالومه شوې چې د درې ورځو بې خوبۍ له امله يې د یوه تن دېرش سلنه ډي این ای اغېزمنه شوې.

څېړونکو ویلي، ډي این ای ته رسېدلی زیان د ډي این ای بنسټي بڼه بدلوي چې بیا يې وړاندې تګ ګواښوونکی کېدای شي.

څېړونکو زیاته کړې، د جینز د بدلون له امله د بېلابېلو ناروغیو لکه سرطان ګواښ لوړېدای شي.



اعلان