له پېچلتیا څخه د وتلو لار: له افغانستانه د امریکا د وتلو پلان

نظر او تحليل

له پېچلتیا څخه د وتلو لار: له افغانستانه د امریکا د وتلو پلان

247

لیکوالان: Chinmaya R. Gharekhan , Hamid Ansari

ژباړن: احمدشاه راشد

د امریکا متحده ایالات پلان لري چې له افغانستان څخه ووزي؛ نو دا یو مناسب وخت دی تر څو د افغانستان د بې‌طرفۍ نظریه وځېړو یایې امتحان کړو.

بله لار د افغانستان لپاره تر عنوان لاندې مقاله چې په هندو مجله کې په ۲۰۰۳ م کال د دسمبر په ۲۴ مه نشره شوې وه؛ موږ په هغه کې پېشنهاد کړی ؤو د اوسني حالت څخه یووازینی د وتلو لار؛ هغه داده چې افغانستان خپل مخکیني حالت د بې طرفی ته وګرځي. ددې لپاره دوه شیان ضروري دي. افغانان باید دا خپله روښانه او په جدې ډول اعلان کړي چې خپله بې‌طرفي غواړي او په بې‌طرفۍ باندې تاکید کوي او بل طرف چې هغه بیروني قوتونه دي هغه هم باید د دوی بې‌طرفۍ حالت ته په احترام قایل شي یا په بل عبارت سره ویلی شو چې بیروني قوتونه باید تعهد او اعلان وکړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه نه کوي او افغانستان هم باید دا تائید کړي چې په داخلې چارو کې د بیروني قوتونو څخه د کمک غوښتنه نه کوي.

موږ تاکید کوو او پېشنهاد مو کړی ؤو هغه تفاهمنامه د لاوس چې په ۱۹۶۲ م کال کې تر سره شوې وه هغې ته اوس خلک د ماډل په حیث ګوري؛ نو اوس یو مناسب وخت دی چې هغه پروپوزل ته یو ځل بیا مراجعه وشي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې دوی تصمیم نیولی چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر کموي اوس مهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتیري دېره دي د دوی د فیصلې به اساس باندې نیمايي سرتېرې به یې له افغانستان څخه وزي. خو تر اوسه جمهور رئیس ټرمپ د سرتېرو د ایستلو نهایي نېټه نه ده اعلان کړې. شاید ددې سرتېرو وتل د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو چې د 2020 م کال کي تر سره کیږي مخکې اعلان او ټاکلې اندازه امریکایي سرتېري له افغانستان نه ووزي.چې ددې اعلان یا پرمختګ سره هغه اصلي شریکان چې په افغانستان کې د خپل موقعیت او حضور د ساتلو کوښښ کړي هغه اوس په دې هڅه کې دي چې د امریکایي سرتېرو له وتلو په افغانستان کې خپل حضور پراخ او ولري؛ هند هم دا فکر کړي چې څه وکړي؟ تر څو د دوی مصالح ساتل شوې وي په دغسې شرایطو کې چې امریکایان خپل سرتېري په افغانستان کې کموي یا یې هم په بشپړ ډول باندې له افغانستان نه وباسي.

 

له طالبانو سره په خبرو کې ښکېل کېدل:

یو شی چې باید هغه له مخکې نه نهایي شوي وی یا باید نهایي شي هغه د طالبانو سره په خبرو کې ښکېل کېدل او توافق ته رسېدل دي. په دې کې هېځ شک او شبهه نشته چې طالبان به په راتلونکو میاشتو او کلونو کې په سیاسي برخه کې مهم رول ولوبوي. دوی همدا اوس مهال د افغانستان له ۵۰٪ زیاته خاوره باندې تسلط لري او دوی ورځ تر بلې قوي او د تسلط ساحه یې زیاتیږي همدارنګه دوی مخکې له مخکې له چین، روسیې، د مرکزي آسیا هېوادونو او نورو سره په مستقیم ډول باندې په خبرو کې ښکېل او توافق ته ورسره رسېدلي. د امریکایانو نماینده، پخوانی ډېپلوماټ زلمي خلیل زاد هم له طالبانو سره دوامداره خبرې پیل کړې دي، خو تر اوسه پورې طالبانو د کابل حکومت سره خبرې رد کړې دي.

د امریکایي سرتېرو په مکمل ډول وتلو سره دوی لکه څنګه چې ځان ته قناعت ورکوي چې موږ د خپلو ملي ګټو په خاطر شاید توافق ته ورسیږو تر څو د اشرف غني له حکومت سره خبرې وکړي او طالبان به په راتلونکې هر ډول سناریوګانو کې مهم رول ولوبوي او دوی به د هېواد په حکومتي ساختار کې خپل بارز رول ولري.

نوي ډهلي رد کړې یا یې په دې فکر نه دی کړی چې دوی مستقیما له طالبانو سره اړیکه ونیسي سبب یې هم د کابل حکومت حساسیت په ګوته کړی دوی نه غواړي چې خبرې وکړي مستقیمې له طالبانو سره تر هغه وخت پورې چې دوی خپل مشروعیت ثابت کړی نه وي تر څو دوی د افغان حکومت سره د سولې توافق ته نه وي رسېدلي.

همدارنګه هند باید خپلې ګټې ته وګوري چې آیا د طالبانو حکومت یا هغه حکومت چې د طالبانو نفوذ وي په کې هغه به زموږ امنیت ته خطر وي او کنه؟

لکه څرنګه چې موږ په داسې حالت کې قرار نلرو چې د داسې حالتونو د راتګ مخنیوي وکړو. د دا ډول احتمالي خطرونو په وړاندې به موږ یوازې شو که چېرې له طالبانو سره خبرې رد کړو له دوی سره په جریان د اوس مرحله کې. حتې ایران چې مذهب یې هم شیعه دی دوی له طالبانو سره رسمي خبرې اترې پیل کړي دي په داسې حال کې چې د طالبانو حرکت یو کاملآ سني حرکت دی. دا سخته نه ده زموږ ادارو او حکومت ته چې ونیسي اړیکه کوم چی دا اړیکې به سهولت اېجاد کړې په شروع دې رسمي خبرو له طالبانو سره که چېرې ضرورت ؤو. ایران کولای شي چې همکاري وکړي او مثبت رول ولوبوي که چېرې امریکا په دې کار باندې نارازه کیږي هم؛ وروسته له هر څه امریکا زموږ توجه ته په افغانستان کې حساسه نه ده یا هم شاید ټرمپ به وښيي په عام ډول باندې چې موږ ناخبره یو د هند د دوامداره همکاری نه په افغانستان کې.

 

سیمه‌ییزه اجماع:

نړیواله ټولنه باید په اوس وخت کې فکر وکړي چې څرنګه داسې یو مېکانیزم جوړ کړي چې ددې مېکانیزم پر مټ وکولای شي چې ورکړي، منطقي فرصت افغانانو ته تر څو دوی په سوله کې ژوند وکړي بې له کومې بیروني مداخلې څخه. شاید یووازینی لاره چې هغه سبب دې سولې او آرامۍ په افغانستان کې شي. او امکان هم لري هغه د همسایه هېوادونو په مابین کې د سیمه ییز نېږدې‌والي وده او توسعه ده. همدارنګه د مربوطه بیرونیو قوتونو سره. نړیواله ټولنې امنیت شورا به ضمانت کړي چې دوی به د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله نه کوي چې په دې کې تر ټولو مهم هېواد پاکستان دی. په دې حساس وخت کې بې له کوم شک څخه پاکستان تر ټولو مهم دی د هند د رول په اړه په افغانستان کې څو اړخیزه نېږدې‌والی له هند سره او د هغې تر یو حده له پاکستان سره. هند ښايي ضرورت ولري د خبرو له چین سره د دوه اړخیزه همکاری په اړه په افغانستان کې په دې اړه باندې د چین جمهور رئیس زي جین پېنګ او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي مخکې له مخکې موافقې ته رسېدلي دي د وهان په لیدنه کې چې د ۲۰۱۸ م کال په اپرېل میاشت کې تر سره شوې وه. چې دواړه هېوادونه به په ګډه په افغانستان کې د پروژو په پلي کولو کې کار او یو د بل سره همکاري کړي. پاکستان باید په دې باندې کوم اعتراض ونلري رسمآ د افغانستان په بې طرفی باندې. دلته تر ټولو مهم مربوطه د دوه اړخیزه موافقې د دوه ګوني پرنسیپ او مشخصآ بدون د مداخلې او بدون د لاس وهنې تر عنوان لاندې تړون چې په ۱۹۸۸ م کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په جینوا کې امضا شوی ؤو. په دغه موافقتنامه کې دواړه لوري په ذکر شویو نقطو باندې موافقې ته رسېدلي ؤو چې دوی به متقابل احترام د یو بل سیاسي، اجتماعي او فرهنګي سیستم ته بدون د کومې مداخلې لري.

تغیر د سیاسي سیستم د بل طرف چې دا باید مطمئن کړي د سرحدونو او یا ددې پورته ذکر شویو نقطو نه دوی سرغړونه نه ده کړې او داسې نور. په بل طرف کې روزنیر او د زده کړې مرکزونه که هغه په افغانستان کې دي او که په پاکستان کې دي لکه څرنګه چې سند شوي په غیر مداخله دا به مشکل وي چې ثبوت شي پاکستان شاید موافق شي سند سازی ته د افغانستان سره طالبان شاید رول ولوبوي کوم چی عمومآ یو شان وي هغه څه چې تر اوسه پورې معلوم شوي دي هغه په افغانستان کې د شته رژیم نه منل دي.

د بن کنفرانس چې په ۲۰۰۱ م کال کې د افغانستان په اړه جوړ شوی ؤو؛ په پایله کې یې حامد کرزی د موقت حکومت رئیس ټاکل شوی ؤو چې په هغه کې مکمل او تفصیلي درخواست ورکړل شوی ؤو ملل متحد نړیوالې ټولنې چې د هغه لوري منل شوی هم و تر څو تضمین کړي نه مداخله د افغانستان په داخلي چارو کې خو تر اوسه پورې دا خبره عملي شوې نه ده.

 

ځیني ملاحظات:

سیمه ییز تړون په نه مداخلې او نه لاس وهنې ته باید ښه راغلاست ویل شوی وی د سیمې د ټولو هېوادونو په واسطه خو داسې ونشول اوس مهال روسیه دلیل لري او په افغانستان کې د نه ثبات نه په وېره کې ده او همدارنګه د افراط‌ګرایۍ د ترویج او د مخدره توکو د زیاتوالي نه چې ورځ تر بلې زیاتيږي.

چین حتې ددې نه قوې ملاحظې لري دوی د اقلیت ایغور مسلمانان چې د چین په لویدیځ سېنګ‌یانګ ایالت کې مېشت دي او د افغانستان سره سرحد لري د هغه په اړه په وېره کې دي.

امریکا شاید په وېره کې وي د چین په باره کې څرنګه چې معلومیږي دوی ځان داخلوي په افغانستان کې دوی ته ستراتېژیک اهمیت لري ولې هلته ډېر کم څه تر سره کولای شي او سیمه ییز تړون په نه مداخلې شاید امریکا ته یو څه آرامي ورکړي. دا له وخت نه مخکې خبره ده چې ووایو د افغانستان حالت داخل شوی د ګېم آخر ته په هر صورت دا شاید صحیح نه وي چې فرض کړو؛ امریکا به پرېږدي افغانستان په نېژدې دوه کلونو کې چې دا باید تعقیب شي د نورو غربي هېوادونو په واسطه یو هېواد بل هېواد ته دا پېشنهاد نه کړي چې خپلې کښتۍ پرېږدي په میدان باندې او نه باید دا کار امریکا وکړي. حتمي نه ده چې هند یوازینی بله لاره چې فکر وکړي په ځینو تنظیماتو ددې سره په څنګ کې کوم چې موږ پېشنهاد کړي ؤو. شاید دلته نورې نظریې هم و اوسیږي موږ ورته هرکلی وایو.

 

 

Chinmaya R. Gharekhan په ملګرو ملتونو کې د هند پخوانی سفیر او همدارنګه ملګرو ملتونو له لوري په لویدیځه آسیا کې ځانګړی استازی هم ؤو.

حامد انصاري له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۷ م کال پورې د هند جمهور رئیس معاون، په افغانستان کې د هند پخوانی سفیر او په ملګرو ملتونو کې دایمي استازی دی.

یادونه: دغه لیکنه روان زیږديز کال د جنورۍ په څوارلسمه په انګیسي ژبه www.thehindu.com مجله کې خپره شوې ده.



اعلان