د مجددي د مړینې له امله سبا عمومي رخصت دی

افغانستان

د مجددي د مړینې له امله سبا عمومي رخصت دی

450

د افغانستان دولت د مجاهدینو د دولت د لومړني مشر او پخواني جهادي مشر د مړینې له امله سبا په ټول هېواد کې عمومي رخصت اعلان کړی دی.

صبغت الله مجددي چې د ملي نجات ګوند مشر هم و، نن وختي يې ساه ورکړه.

د رپوټونو له مخې، د مجددي جنازه به سبا په غازي سټیډیوم کې وشي.

مجددي په ۱۳۰۵ هـ کې کابل کې زېږېدلی و او په جهادي مشرانو کې په نرم او منځلاري دریځ لرونکو کسانو کې شمارل کېده.

مجددي د حامد کرزي په مشرۍ حکومت کې د ۲۰۰۳ د لویې جرګې مشر هم و.

نوموړی د کرزي په حکومت د مشرانو جرګې غړې او مشر هم و.



اعلان