پاکستان کابل او جلال اباد کې د ویزو ورکړې له پاره نور کسان ګوماري

راپورونه

پاکستان کابل او جلال اباد کې د ویزو ورکړې له پاره نور کسان ګوماري

1604


پاکستاني چارواکي وایي، پاکستان ته تلونکو افغانانو ته به په ویزو کې نوره اسانتیا رامنځته کړي.
ډیلي ټایمز د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي چې کابل کې په خپل سفارت او جلال اباد کونسلګرۍ کې به د ویزو د ورکړې له پاره نورې خونې او مسوولین وګوماري.
هره ورځ سلګونه کسان په کابل او جلال اباد کې د ویزو ترلاسه کولو له پاره د پاکستان سفارت او کونسلګرۍ ته مراجعه کوي، خو د ډېرو ستونزو او وخت تېرولو سربېره د ویزې په اخیستلو نه توانېږي.
چارواکو ویلي چې د ښځو، کوچنیانو او زړو اشخاصو له پاره به نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
رپوټ وایي، د انلاین ویزو د ورکړې طرحه هم شته.
پاکستاني چارواکو ویلي، په ۲۰۱۸ کې یې افغانانو ته اووه لکه څلور څلوېښت زره ویزې ورکړي چې نړۍ کې هېڅ هېواد په یو کال کې دومره ویزې نه ورکوي.



اعلان