اسراییل: ښایي د انقلاب نمانځنه د ایران وروستۍ نمانځنه شي

سيمه او نړۍ

اسراییل: ښایي د انقلاب نمانځنه د ایران وروستۍ نمانځنه شي

209

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، که چېرې ایران د اسراییلو د ویجاړولو هڅه وکړي، نو د انقلاب د نمانځلو کلیزه به یې وروستۍ کلیزه وي.
ای ایف پي د نتنیانو له قوله لیکلي، د ایران له لوري ګواښونه له پارمه نه شي غورځولی.
پرون ایران د ایران د اسلامي انقلاب څلوېښتمه کلیزه ونمانځله.
له هغه راهیسې چې ایران کې د ایت الله خمیني په مشرۍ انقلاب شوی، د ایران او اسراییلو تر منځ اړیکې هر وخت ترینګلې او ان د جګړې تر پېلېدو رسېدلي.
اسراییلو څو ځلې سوریه کې د ایران په تاسیساتو بریدونه کړي چې ایران ورته توند غبرګون ښودلی او د ځواب ویلو سینه یې ورته ډبولې.



اعلان