حبیب حکمتیار: طالبان له سولې وروسته ولسمشریزو ټاکنو کې زموږ ملاتړ کولای شي

افغانستان

حبیب حکمتیار: طالبان له سولې وروسته ولسمشریزو ټاکنو کې زموږ ملاتړ کولای شي

1734

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی او د ګوند یو وتلي غړي حبیب الرحمن حکمتیار طالبانو ته د ایتلاف وړاندیز کړی دی.

نوموړی چې روسیې ته د بین الافغاني تفاهم لومړنۍ غونډه کې د ګډون له پاره تللی و، له روسي سپوتنیک رسنۍ سره يې خبرو کې ویلي، طالبان کولای شي چې د سولې په صورت کې د هغه د پلار (ګلبدین حکمتیار) له ټاکنیز ټیم څخه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړې، حزب اسلامي به طالبانو ته دغه وړاندیز وکړي. ده ویلي، کله چې طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شي او ټاکنې ومني، نو حزب اسلامي به له طالبانو سره په ګډ ټاکنیز ټیم خبرې وکړي.

حبیب الرحمن حکمتیار د مسکو غونډې ته د حزب اسلامي حکمتیار په استازیتوب تللی و.



اعلان