ولسمشر: امریکا د سولې اراده نه درلوده، موږ قناعت ورکړ

افغانستان

ولسمشر: امریکا د سولې اراده نه درلوده، موږ قناعت ورکړ

803

ولسمشر اشرف غني نن کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د را روانې حوت میاشتې تر پایه به د سولې مشورتي لویه جرګه ور وغواړي.

ولسمشر غني ویلي، درې کاله وړاندې امریکا د سولې اراده نه درلوده، خو دا حکومت و چې امریکا ته يې قناعت ورکړ څو اوسنی روان بهیر پېل شو.

ولسمشر یو ځل بیا وویل چې غواړي د سولې تړون مکه کې لاسلیک کړي.

د حامد کرزي په مشرۍ یو شمېر سیاستوال له ډېرې مودې راهیسې د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه کوي.

کرزي څو ورځې وړاندې له روسي سپوتنیک سره خبرو کې هم د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې پېل کړي دي. خلیلزاد چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی دی، څلور ځلې يې له طالبانو سره کتلي او پرون يې سیمې او طالبانو سره د لیدو له پاره پنځم سفر پېل کړ.

خلیلزاد ویلي چې د راتلونکې جولای میاشتې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې د سولې د هوکړې تمه لري.



اعلان