طالبانو سره تفاهم د سپټمبر یوولسمې د پېښو مخنیوی کوي

نظر او تحليل

طالبانو سره تفاهم د سپټمبر یوولسمې د پېښو مخنیوی کوي

181

برهان عثمان – د کړکېچ نړیواله ډله
سرچینه: نیویارک ټایمز
ژباړه: ذاکر جلالي
متحده ایالتونه او طالبان له هغې وروسته د تېرې جنورۍ په وروستیو کې د سولې په خبرو اترو کې پاموړ پرمختګونه وکړل، چې دواړه لوري داسې یوه ابتدايي تفاهم ته ورسېدل چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه وځي او په بدل کې به یې طالبان ژمنه کوي چې د دې مخنیوی به کوي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره په امن‌ځای بدل نه شي. د متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ بايد لا ډېره پخوا داسې هوکړه شوې وای،‌ البته يوه هر اړخيزه هوکړه چې په ترڅ کې يې د طالبانو له داخلي مخالفينو سره هم د شخړې لاره اواره شي. دا ډول يو توافق د جګړې د ختمولو يوازېنۍ لاره ده.
دا وېره چې افغانستان کې مېشت ترهګر ښايي پر متحده ایالتونو بریدونه وکړي، په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو او له واکه د طالبانو د لرې کولو عمده دلیل دی؛ خو دا مسئله له واقعیته لرې ده، هسې یو توهم دی.
له افغانستانه د نړیوالې ترهګرۍ ګواښ تر ډېره يوه تشه مبالغه ده. له کلونو راهیسې د امریکايي او افغان چارواکو دغې ادعا چې ګواکې شل ترهګرې ډلې په افغانستان کې په جګړه بوختې دي، ګیچ کړی یم. افغان ولسمشر اشرف غني د ترهګرۍ پر ضد نړیواله جګړه کې دغه هېواد د لومړۍ کرښې په توګه انځوروي. دغه وړ څرګندونې افغان ربړه په وېروونکي ډول پېچلې ښيي.
حقیقت دا دی چې افغان جګړه دوه ښکاره او واضح لوري لري، هغه څه چې په نورو اوسمهالو تيتو او پاشلو جګړو کې ډېر لږ لیدل کېږي. د فغانستان جګړه د سوريې، عراق، لېبیا او یمین له ګڼ‌لوریزو هغو ډېره ساده ده. د افغانستان په نژدې هره جګړه کې طالبان او حکومتي ځواکونه شامل دي، چې له دې سره مقاومت یوازې طالبانو کې راخلاصه کېږي.
بهرنۍ جهادي ډلې چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې رامنځ ته شوې، تر ډېرو بدلونونو تېر شوې، او اکثره يې پيکه شوې يا له منځه تللې دي. القاعده چې یو مهال د افغانستان په سویل او ختیز کې یوه ځواکمنه ډله وه، ورو ورو کوچنۍ شوه او پر یوې وړې ډلې واوښته. دا حالت له یوه لوري د امریکا د سرسختې جګړې له امله او له بل لوري ځکه رامنځ ته شو چې د القاعدې پام د افغانستان پر ځای منځني ختیځ ته واوښت.
د نورو وسله‌والو ډلو د له منځه تګ لامل بیا د طالبانو له لورې د يوې داسې محاسبه شوې هڅې نتېجه وه چې غوښتل يې مقاومت په خپل انحصار کې وساتي. پر مقاومت باندې دا انحصاريت په تېره جون میاشت (کوچني اختر) کې په ښه توګه وليدل شو، کله چې طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ. د داعش له خراسان څانګې پرته هېڅ بلې وسله‌والې ډلې هغه اوربند مات نه کړ. په ۲۰۱۵ کال کې د داعش د خراسان څانګې د زېږون يو لامل دا و چې طالبانو د بهرنیو جهادي ډلو او خپلو ځینو توندلارو قومندانانو تصفیه پيل کړه (او توندلاري په دغه ډله کې يوځای شول).
کله چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان په ختیځ کې په لومړي ځل راپورته شوه، طالبانو تر بل هر چا وړاندې د دې ډلې پر ضد اقدام وکړ. طالبان د متحده ایالتونو د نظامیانو او افغان حکومت ځواکونو سربېره یو له دغو درېوو ځواکونو څخه ول چې د داعش خراسان څانګه یې د ختیز افغانستان په ځینو محدودو لرې پرتو ولسوالیو کې راټوله وساتله؛ که څه هم دغې ډلې خپل ځواک څرګند کړ.
د داعش خراسان څانګه چې ځپل شوې او په نښه شوې، له طالبانو وروسته دویم ستر نادولتي ګروپ دی؛ پاتې "شل ترهګرې ډلې" لږ ځواک، لاسرسی او عملیاتي ظرفیت لري. له دې ډلې تر نیمايي زیات محلي پاکستانۍ ډلې دي او همالته مېشتې دي، ځینې يې لا پخوا له منځه تللې دي او نورې يې بیا وخت ناوخت خپلې ایډیالوژۍ او هویت بدلوي. د دغو ډلو ډېری یې په پاکستان کې شیعه او عیسايي لږه‌کي په نښه کوي او کله هم ښايي هندیان په نښه کړي.
پاتې نورې ډلې د منځنۍ اسیا کمزورې او وېشل شوي تنظیمونه دي، چې د لوېدیځ په پرتله دوی تر ډېره خپلو مستبدو رژيمونو جګړې ته اړ وېستي. د دوی ځینې ډلې یوازې له شلو تر دېرشو تنو غړي لري. د القاعدې او داعش له پاتې شونو پرته داسې هېڅ ښکاره شواهد نه شته چې کومې وسله‌والې ډلې دې په افغانستان کې متحده ایالتونه ګواښلي وي. له ۲۰۰۱ راهیسې د دغو ډلو په واسطه د متحده ایالتونو او اروپا پر ضد هېڅ داسې یوه حمله نه ده شوې چې افغانستان پورې تړاو ولري.
د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو منتقدین پوښتنه راپورته کوي چې ایا د طالبانو دا ډاډ چې د متحده ایالتونو پر ضد له افغانستانه هېڅ ترهګریز اقدام ته به اجازه ورنه کړي، د باور وړ دی؟
له طالبانو هم، لکه بله هره ډله او یا دولت، توقع کېږي چې له خپلو ګټو سره سم عمل به وکړي. د دې پر ځای چې دا ارزوو چې ایا طالبان د باور وړ دي یا نه دي، تر دې مهمې پوښتنې دا دي: ایا طالبان له افغانستانه د ترهګرو ډلو د وېستلو لپاره خپل دلایل لري؟ ایا دوی دا ظرفیت لري چې دا کار وکړي؟
ما له نړیوالو جهادي ډلو سره د طالبانو د اړیکو تکامل په ساحه کې څارلی. په افغانستان کې د داعش د څانګې پر ضد د طالبانو د زړه له کومې جګړه، د دوی اراده او ظرفیت ښيي چې هغه ډلې نه پرېږدي چې ځان ته یې حریفان بولي.
طالبان یوه ملي او سنتي ډله ده چې هېڅ نړیواله داعیه نه لري؛ د طالبانو دغه ایډیولوژي په تېرو څلورو کلونو کې چې د داعش د خراسان څانګه رامنځ ته شوې ده، لا ډېره تقویه شوې ده. د طالبانو مشرتابه په نژدې کلونو کې هغه قومندانان تصفیه کړل چې ایډیولوژي يې د طالبانو له عمومي نظریې سره همغږي نه درلوده. ځکه چې طالبانو پخوا له القاعدې سره تکتیکي توافق درلود. اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به په راتلونکي کې بیا هم د القاعدې کوربه‌توب وکړي او یا به د امریکایانو له وتلو وروسته د القاعدې د بیا پورته کېدو په مخنیوی کې پاتې راشي؟
د کلونو په ترڅ کې له طالبانو سره له پراخو مرکو او خبرو وروسته، زه دې نتیجې ته رسېدلی یم چې د طالبانو د لیکو هم پرګماټیک غړي او هم د اسامه بن لادن پخواني پلویان د القاعدې او د هغې له ایډیولوژۍ څخه ستړي شوي دي. نړیوالو جهادي ډلو ته د ځای ځایګي ورکولو له امله طالبانو خپل حکومت له لاسه ورکړ او د خونړۍ جګړې لامل شو. د طالبانو ډېری غړي اوس القاعده د خپلې داعیې لپاره یو ګواښ بولي.
اوس د هرې نړیوالې جهادي ډلې سره د طالبانو په داخلي بحثونو کې ډېره لږه خواخوږي ليدل کېږي چې دا یوه لسیزه وړاندې د نړیوال جهادیزم لور ته د طالبانو د دوه‌زړي چلن سره ښکاره پرېکون دی (د لیکوال موخه نړیوالو جهادي ډلو ته ځای ورکول او یا هم ورسره اورګانیکي اړیکي ساتل دي – ژباړن).
د طالبانو له خوا د القاعدې او نورو نړیوالو جهادي ډلو ردول او د تصدیق وړ تعهد کول چې د دغو ډلو د بیاراپورته کېدا مخنیوی به کېږي، دا به د سیاسي جوړ جاړي په پایله کې ترلاسه کېږي. طالبانو سره داسې سیاسي هوکړه چې دوی د افغان سیاست اصلي مسیر ته راوګرځوي، دا فرصت زېږوي چې خپلې وړتیاوې د ترهګرو ډلو په مخنیوي کې ولګوي.
داسې طالبان چې د ترهګرۍ پر ضد تعهد وکړي او د "یوه نوي" افغان حکومت برخه شي، دا به پر لوېدیځ د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې تر هغې ډېر موثر وي چې لوېدیځ په افغانستان کې ځواکونه ولري او ناپایه جګړه کې اخته وي.



اعلان