ملا شيراني د ايران د فرهنگ اسلامي له شاگردي، د جنرال مشرف تر انډيوالي

نظر او تحليل

ملا شيراني د ايران د فرهنگ اسلامي له شاگردي، د جنرال مشرف تر انډيوالي

502

 مولانا محمد خان شيراني د بلوچستان ايالت د ژوب ولسوالي ياضلعې د شيراڼو يامرياڼو له ټبره دى.

سياست وال دى، ويناوال دى او جالب ديني ټيپ وټاپ لرې.
په محلي او د شيراڼو په کليواله لهجه د مولاناشيراني پخې پخې خبرې مې له وړوکوالي د يوه جالب فلمي ډيالوک په دود خوښې وي، ترهغو چې درې کاله وړاندې د ژوب او ډيره اسماعيل خان ترمنځ د شيراڼو په ورسته پاتې غرني سيمه کې مې په يوه غرني تنگي ”دانه سر“کې د مولانا شيراني په بڼه اولهجه غږيدونکي شيراني سپين ږيري وليدل، چې د مسافرو لاره يې بنده کړې وه، زاړه او په خيرنو پوښونو کې پټ ټوپکونه يې په اوږو وو اوبې وزله مسافرو ته يې توندې خو پخې پخې خبرې د مولانا شيراني په لهجه کولې.

له هغه وروسته د هغه د خبرو او لهجي اغيز له مانه پورته شو.

مولانا محمدخان شيراني د پاکستان د جمعيت علما اسلام گوند مهم غړى او نږدې تر کال وړاندي لا د دې گوند د بلوچستان ايالت امير و.

هغه د صوبايي(ايالتي) حکومتونو د جوړيدلو لپاره له نورو گوندونو سره په اتحاد کولو او خپل گوند ته په صوبايي حکومت کې د څوکيو او وزارتونو په ترلاسه کولوکې خورا ماهر بلل کيږي.

په ځانگړې توگه په تيرو وختو کې د بلوچستان ايالت له ايالتي ټاکنو ورسته د دغه ايالت په مخلوط حکومت کې گډيدل اوخپل گوند ته وزارتونه ترلاسه کول به د مولاناشيراني کارنامه بلل کيده

خو تراوسه يې د دغو څوکيو ترشا نه کومه ديني کارنامه کړې اونه خپلو خلگو ته پام وړ خدمت!

تردي پورې چې مولاناشيراني ته رايه ورکوونکي غرنيو شيرانيانو ته د ملاشيراني له برکته نه تراوسه بريښنا رسېدلې، نه پوخ سړک او نه هم د تليفون اسانتيا.

مولانا شيراني په خپله وروسته پاتې سيمه او د بلوچستان په ځينې نورو برخوکې په خپله محلي لهجه د جادوگرې وينا له امله د يوه جاندار مقرر په توگه ښه مينوال لري.

خو هغه د يو مدرس او مکمل عالم په توگه په معتبرو ديني حلقو او مراکزو کې نه منل کيږي.

د هغه د مطالعې ژبه يوازي اردو او فارسي ده، چې د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه ښارکې د ايران د ”فرهنگ اسلامي“ د مرکز له ايراني کتابونه نه هم ډيره گټه اخلې.

د پاکستان د شيعه مسلکه څيړونکو له نظره مولانا شيراني د ايران له مذهبي رهبر ايت الله خميني نه په سياسي او ديني افکارو کې متاثر او د هغه پيرو دى.

په دوه زرم ميلادي کال کې هغه په يو ديني علمي سمينارکې د وينا پرمهال د موضوعي او بي سنده حديثونو پرلوستولو د حديثو د مدرسينو استادانو او شيخانو لخوا تر سختو نيوکو لاندي راغى.

د مولاناصيب ځواني د مولانا فضل الرحمن ترڅنگ د پاکستان په مبهم پارلماني سياست کې تيره شوه، چې له امله يې اوس هم مولانا شيراني د اسلام او اسلامي واکمني په اړه کوم مشخص تعبير او تگلاره نلري،
که څه هم هغه په ظاهري لباس ډيره جالبه اوديني بڼه خپلوي!

توره پگړې، پر اوږو چپنه اولاس کې امسا هغه د يوه ديني داعې په قيافه کې تمثيلوي.

مولانا شيراڼى له غير ديني گوندونو سره په جوړجاړي او سياسي راکړې ورکړې، گوندي جلسو او څوکۍ گټلو کې بوخت راپاتې شوى اود ظاهري لباس نه علاوه تراوسه يعني د عمر تر اخره نه د ځان اونه د نورو لپاره د اسلامي سياست او ټولنې په اړه کوم ريښتنى او مشخص ديني او فقهي تفسير او تعبير لري.

هغه په سياسي مبارزه کې او ياهم مذهبي هلو ځلو کې تراوسه کومه قرباني هم نه ده ورکړې، چې د پاکستان په څېر هيواد کې د دا ډول قرباني نه ورکول د خود غرضه او فرصت طلبه سياست په معنا دى.

د جمعيت علمااسلام گوند د تل او له هرچا سره په واک کې د ځان شريکولو په پاليسي کې هم د مولانا شيراني لاس ډير ليدل کيږي.

هغه په گوندي سياست کې ديکتاتور او يا اصول پرست گڼل کيږي
.
د هغه حريف يو بل ديني عالم مولانا عصمت الله د هغه له لوري د تاديبي کاروايي يا سزا په توگه له دغه گونده پنځه کاله ويستل سوى و.

مولانا عصمت الله تکړه ديني عالم اومدرس دى، هغه د پاکستان د روان سياست پرځاى د خپل ديني منهج او تفسير زيات پيرو دى، چې له امله يې د جمعيت گوند په ځانگړې ډول مولانا شيراني له دريځ سره اختلاف تردې کچې ورسيد، چې د جمعيت علما نظرياتي گروپ په نامه يې جلا ډله جوړه کړه.

چې بيا د گوند لخو له ايالتي مشري نه د مولانا شيراني تر ليرې کيدو پورې مولاناعصمت الله له دې گونده جلا او د مستقل گوند مشر و، خو اوس بيرته ورسره يوځاى شوى.

مولانا شيراني له خپل محلي حريف مولانا عصمت الله سره د تربگني په وجه افغان طالبان هم سخت غندي، ځکه چې د ده حريف مولانا عصمت الله د طالبانو پلوي دى.

د جنرال مشرف د واکمني پر مهال چې پاکستاني فوځ او جاسوسي ادارې له امريکا سره همکارې وي، د جنرال مشرف او مولانا شيراني د دوستانې دور له همدې دورې پيل شو.

خو مولانا شيراني به کله کله هغه وخت هم پر آى اس آي له دي امله نيوکه کوله چې ولې طالبان سم نه تعقيبوي او امريکاته يې نه سپاري.

د شيراني په وينا هغه له فوځ سره نږدې اړيکې پاللي، فوځ د خپلو گټو لپاره استعمال کړى او د هغوي په خصوصي هليکوپترو کې يې د سفرکولو پرمهال د پاکستاني فوځ جنرالانوته د طالبانو پرضد مشورې ورکولې

په نويمو کلونو کې هغه د طالبانو او برهان الدين رباني د حکومت ترمنځ د سولې کوششونه کړې و، چې ښايې د ايران او رباني په گډه غوښتنه يې دې کارته ملا تړلې وه

خو د طالبانو په وينا نوموړي ته د رباني لخوا نقدي مرسته او يو موټر په سوغات کې ورکول شول، چې له امله يې مولانا د رباني سخت ملاتړ پيل کړ او طالبان يې تشويقول چې د رباني رژيم ته سرونه ټيټ کړي.

د هغه رايه دا وه چې د برهان الدين رباني حکومت د افغانستان لپاره مناسب حکومت دى.

د طالبانو په وينا ملا محمد عمر يې هغه وخت په اړه ويلي و
”چې دچا ږيره چې په زنده باد،مرده باد او مقام پرستي کې سپينه شوي وي د هغوي لخوا له اسلام سره د صادقانه خلوص تمه مه کوئ“

کله چې شيراني په دوه زره اتم ميلادي کال کې د خپل سيال مولانا عصمت الله لخوا په پارلماني ټاکنو کې ماتې وخوړه نو له څه وخته ورسته فوځ او استخباراتو هغه ته د يوې سترې ملي، ديني ادارې(اسلامي نظرياتي کونسل) د مشري مهمه څوکۍ ورکړه.

هغه د طالبانو د بنسټگر مرحوم ملا محمد عمر په اړه چې اوس په اسلامي نړۍ کې د اکثرو عامو مسلمانانو له نظر يوه هيرو گڼل کيږي، ډيره ناوړه ژبه کاروي.

د هغه مخالف يو مولانا وايي چې ملا محمد عمرد نړۍ د مستضعيفو مسلمانانو عربو او عجمو پر سر له خپل اقتدار نه تيرشو او خپله واکمني يې پرې ونړوله، خو ملاشيراني د ژوب په وچو غرونوکې د ملاعمر پلويان په آى اس آى ټکول.
او په نه ټکولو يې له آى اس آى نه تراوسه گيلمن دى.

د هغه حريف مولاناعصمت الله هم په يوه غونډه کې د مولانا شيراني په ځواب کې پخپله لهجه کې ويلي و
” ملامحمد عمر خو د خپل جدوجهد په نتيجه کې هم د يوه اسلامي نظام نمونه پيش کړه او هم يې د اسلام لپاره د ځان قربانولو نمونه پيش کړه
او شيراني د عمر تر اخيره د اقتدار او سيکولر سياست په خدمت کې عمر تېر کړ“

له مولانا عصمت الله سره د تربگني په وجه او د انتخابي مبارزي پرمهال مولانا شيراني د طالبانو په اړه له مبالغې ډکې څرگندونې کولې، تردې پورې چې په 2006ميلادي کال کې هغه په يوه ناسته کې وويل چې د طالبانو د شورا غړى مولوي اختر محمدعثماني د پاکستان په فلانۍ چاوڼۍ(قول اردو) کې اوسي!
د هغه له دې وينا دوه ورځې وړاندي مولوي اخترمحمد عثماني په هلمند کې د امريکايي الوتکو په بمبار کې ژوند له لاسه ورکړى و.

اوس دا مهال مولانا شيراني له يوه له لورې له خپله گونده مروردى، ځکه چې د بلوچستان له ايالتي مشري نه يې ليرې کړى او بل پلو د پاکستان له فوځ او خاصو ادارو نه په دې مرور دى چې د اسلامي نظرياتي کونسل له مشري نه له تقاعد کيدو سره يې بيرته د کار موده ور اږده نکړه چې ده يې کلکه توقع لرله.

له همدې امله هغه په لويديځو رسنيو کې يو لړ څرگندوني کوي چې د لويديزو رسنيو اولويديز پلوو خلگو له پراخ استقبال سره مخ کيږي، ځکه چې د مولانا شيراني دغه خبرې په سيمه او افغانستان کې د لويديځ اشغال لپاره په تبليغاتي ميدان کې گټورې دي.

بل پلو ښاغلى مولانا شرياني د لويديزو تبليغاتي سرچينو د استقبال په وجه تشويق شوى او د هغوي په گټه يې اوس نورو څرگندونو ته هم بډې رانغښتې!

څو ورځې وړاندې هغه په يوه رسنيزه مرکه کې په افغانستان کې د امريکا له شکسته انکار وکړ او بالمقابل يې طالبان په نږدې راتلونکې کې ماتې خوړلي اوتقسيم کېدونکې وگڼل!

شيراني په افغانستان کې د امريکا د شتون پلويانو ته يو ډول اطمنان هم ورکړ چې گني امريکا له افغانستان نه نه وزي.



اعلان