طالبان: غني د سولې روانو هڅو ته زیان رسوي

افغانستان

طالبان: غني د سولې روانو هڅو ته زیان رسوي

440

پرون ولسمشر اشرف غني د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته تللی و. هلته یې وویل چې په کابل، ننګرهار او یا هم کندهار کې طالبانو ته دفتر ورکولی او امنیت یې ساتلی شو.
خو طالبان چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژني، د ولسمشر غني د دغه وړاندیز په ځواب کې یې ویلي، غوښتنه یې دا ده چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه یې د قطر دفتر په رسمیت وپېژني.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ولسمشر غني وړاندیز ته په غبرګون کې ویلي چې غني په دې سره هڅه کوي څو موضوع بدله او د سولې روانو هڅو ته زیان ورسوي.
شاهین رویټرز ته ویلي، توجه یې د اوسني دفتر رسمیت پېژندلو ته ده.



اعلان