رپوټ: اسراییل د هرات له شینډنډ هوایي ډګر څخه ایران څاري

ګنګوسې

رپوټ: اسراییل د هرات له شینډنډ هوایي ډګر څخه ایران څاري

977

ایراني او روسي رسنۍ ادعا کوي چې اسراییلي استخبارات په هرات ولایت کې د امریکایانو له هوایي ډګر (بېس) څخه د ایران جاسوسي کوي.
دغه خبر د ایران تسنیم او روسي سپوتنیک رسنۍ ورکړی دی. ګڼو اسراییلي رسنیو هم دغه خبر راخیستی دی.
دوی د یو اسراییلي کارپوه Semyon Tsipis له قوله لیکلي چې افغان حکومت د اسراییلو له فعالیتونو خبر دی او اجازه یې ورکړې ده.
نوموړي ادعا کړې چې اسراییليان سیمه کې د امریکایي پوځیانو په چوکاټ کې خپل عملیات کوي.
د شینډنډ هوایي ډګر د ایران له پولې ۱۲۰ کیلومتره واټن لري.
د افغان حکومت او نورو اړخونو غبرګون تر اوسه د دغو رپوټونو په اړه مخې ته نه دی راغلی.



اعلان