ولسمشر: که تورخم وتړو، اسلام اباد به ولړزېږي

افغانستان

ولسمشر: که تورخم وتړو، اسلام اباد به ولړزېږي

1091

ولسمشر محمد اشرف غني نن د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته تللی و چې هلته یې یوې ولسي غونډې ته وینا وکړه.
ولسمشر وویل چې د سولې له پاره هرې قربانۍ ته چمتو یم، خو ویې چې څوکۍ د ولس امانت دی.
هغه وویل چې سوله په مسکو کې نه بلکې په مکه معظمه کې غواړو او مسکو ته تللي خلک دې ځواب ووایي.
د ولسمشر اشاره د روسیې پلازمېنې مسکو کې د بین الافغاني تفاهم لومړنۍ غونډې ته وه چې طالبانو او له کابله ورغلو سیاستوالو په کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ ګډون کړی و.
ولسمشر وویل چې افغانستان د اسیا زړه دی. د هغه په وینا، پخوا به ویل کېدل که تورخم وتړل شي، نو کابل به ولړزېږي، خو که اوس موږ تورخم وتړو، نو اسلام اباد به ولړېږي.
هغه زیاته کړه، خو موږ دا نه غواړو، ځکه موږ د وصل خلک یو.
تمه کېده چې نن به ولسمشر غني شینواري د جلا ولایت او د افغانستان د ۳۵ ولایت په توګه اعلان کړي، خو دا اعلان و نه شو.



اعلان