ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته له تګ منع کړی

ګنګوسې

ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته له تګ منع کړی

1906

رپوټونه وايي، ولسمشر اشرف غني د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني واشنګټن ته له تګ څخه منع کړی و.

تېره اوونۍ واشنګټن کې د داعش ضد د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو کنفرانس جوړ شوی و.

که څه هم تر اوسه د رباني د نه تګ د لامل په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو ګومان کېږي چې ولسمشر به دا ګام د خپل لیک د نه ځوابولو په غبرګون کې اوچت کړی وي.

موده وړاندې د سویلي اسیا له پاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازې کابل ته راغلې وه چې ولسمشر غني د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پاره یو لیک ورکړ.

لیک کې له ولسمشر ټرمپ غوښتل شوي وو چې د لګښتونو د کمولو له پاره په افغانستان کې د پوځیانو شمېر راکم کړي، خو د ټولو پوځیانو ایستل به افغانستان له بحران سره مخ کړي.

ټرمپ تر اوسه د ولسمشر غني د دغه لیک ځواب نه دی ورکړی.



اعلان