د انسولین پېچکارۍ ځای ګولۍ نیسي

روغتیا

د انسولین پېچکارۍ ځای ګولۍ نیسي

470

لسیزې کېږي چې د شکر ناروغان د دغې ناروغۍ د کنټرول له پاره د انسولین پېچکارۍ لګوي، خو امریکا کې پوهان وايي چې نږدې راتلونکې کې به یو ګولۍ (تابلیت) د پېچکارۍ ځای ونیسي.

د برګم-ویمن روغتون او د مساچیوسیټ د ټېکنالوژۍ انسټيټيوټ په ګډ تحقیق کې داسې ویل شوي چې راتلونکې کې به داسې کپسول جوړ شي چې یو کوچنۍ ستن به ولري او معدې ته په رسېدو به يې د لوندېد (لمدېدو) له امله سپرېنګ په حرکت راشي او کپسول کې شته انسولین به ولګوي.

څېړونکو ویلي، دا چاره به ډېره اسانه د پېچکاریو په پرتله ارزانه وي.

شکر خطرناکه ناروغي ده. که سمه درملنه يې و نه شي، نو پښتورګو ته زیان رسولای شي، بینايي (د سترګو) اغېزمنولای شي او د زړه او فلج په څېر نورې ناروغۍ پېداکولای شي.

څېړونکو ویلي چې دغه نوی جوړېدونکی کپسول به د مټر د دانې هومره لویوالی لري.

څېړونکو په حېواناتو لومړنۍ تجربې کړي او په انسانانو د تجربې کولو له پاره چمتووالی نیسي. دوی تمه لري چې راتلونکو دریو کلونو کې به دغه تجربه وکړي.



اعلان