اردګان: د مسلمانانو ټول وژونکي ترهګر غربي وسلې لري

سيمه او نړۍ

اردګان: د مسلمانانو ټول وژونکي ترهګر غربي وسلې لري

349

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان ویلي، هغه ترهګر چې نړۍ کې مسلمانان وژني، ټول یې لویدیځې وسلې لري.
د امریکا په ګډون لویدیځ هېوادونه د ترکیې نږدې ملګري هم دي.
د حریت د رپوټ له مخې، اردګان ویلي، کله چې ترکیه د دغو وسلو د اخیستو هڅه وکړي، نو په وړاندې یې ورته خنډونه جوړېږي، خو هغوی (لویدیځوال) یې ترهګرو ته ورکوي.
اردګان زیاته کړې، د داعش، الشباب، کردانو او نورو په ګډون وسله والې ډلې چې د مسلمانانو وینې تویوي، ټول یې په لاسونو کې لویدیځې وسلې لري.
داعش په سوریې، عراق او افغانستان کې زرګونه خلک وژلي او د ترکیې او مصر په ګډون نورو هېوادونو کې یې لسګونه خونړي برید کړي دي.
ترکیې او ځینو نورو هېوادونو لسګونه ځله داسې اشارې ورکړي چې ښیي د داعش تر شا د کوم لویدیځ هېواد ملاتړ دی.



اعلان