"د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پاره د طالب-امریکا کاري ډلې جوړې شوي"

افغانستان

403

طالب چارواکو ویلي، طالبانو او امریکایانو کاري ډلې جوړې کړي څو په مسودې باندې کار وکړي.
د هوکړه لیک په دغه مسوده کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو ایستل او افغان خاوره د نورو پر ضد نه کارول هم شامل دي.
طالب ویاند سهیل شاهین عرب نیوز ته ویلي، دغه کاري ډلې به یو یا دوه اوونیو کې وګوري څو د قطر راتلونکې غونډې ته رپوټ چمتو کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي ویلي چې د روانې فرورۍ په ۲۵ به غونډه وشي.
ستانکزي ویلي، دوی د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل غواړي او دا د دوی له پاره مهمه مسله ده.
شاهین زیاته کړې، نیت نه لري چې اردو او پولیسو له منځه یوسي بلکې اصلاح ته یې اړتیا ده.
تر اوسه د طالبانو او امریکایانو څلور پړاوه خبرې شوي او د روانې زېږدي میاشت په وروستیو کې به بل پړاو خبرې وشي.
دغو خبرو کې د لا ډېر پرمختګ تمه کېږي.



اعلان