د پاکستان نامتو ژورنالست حامد مير د طالبانو په اړه پرپاکستان نيوکې کړې

سيمه او نړۍ

د پاکستان نامتو ژورنالست حامد مير د طالبانو په اړه پرپاکستان نيوکې کړې

1117

په يوه ويډيو کې دوه ورځې وړاندي په يوه ناسته کې حامد مير ليدل کيږي چې وايي د پاکستان حکومتي چارواکي ناري وهي چې د امريکا او د طالبانو ترمنځ د خبرو کريډټ پاکستان ته ځي.

خو دوي بايد په خلاصه غوږونو واوري چې دا هم هغه طالبان دي چې څو کاله وړاندي يې تاسو کورنۍ له پاکستان شړلې او له دوي مو زندانونه ډک کړي و.
بيا چې هغوي د کور او فعاليت ځاى پيدا کړ او امريکايې واپسي ته مجبوره کړه اوس تاسو د کريډټ دعوه کوئ.
حامد مير وايي چې د امريکا او طالبانو د مذاکراتو په اړه ملکي حکومت اوس هم کوم رول نلري،،تردي چې د امريکا استازي خليل زاد د خپل وروستي سفر په ترڅ کي له لومړي وزير عمران سره له ليدلو انکار کړى و.



اعلان