اجراییه ریاست: د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه خبرې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

افغانستان

اجراییه ریاست: د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه خبرې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

3538

څو ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني په ټوېټر کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) په اړه ولیکل چې هلته په روان وضعیت اندېښمن دی.

وروسته د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح هم ورته غبرګون وښود او د ولسمشر غني د دریځ ملاتړ يې وکړ.

د پي ټي ايم وتلو غړو او ګڼو افغانانو هم د ولسمشر د ټويټ ملاتړ وکړ او ویې ستایه.

خو د افغانستان اجراییه ریاست (سپېدار ماڼۍ) بیا د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) له دریځ سره مخالفت ښکاره کړی او هغه يې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

طلوع نیوز د اجراییه ریاست د ویاند مجیب الرحمن رحیمي له قوله لیکلي چې دا (پي ټي ايم) د پاکستان کورنۍ مسله ده او افغانستان په داسې شرایطو کې نه دی چې د نورو هېوادونو په کورنیو مسلو کې لاسوهنه وکړي.

رحیمي زیاته کړې، موږ په کور دننه ډېرې ستونزې لري او باید هغې ته توجه وشي.

پي ټي ایم چې شاوخوا یو کال وړاندې يې بنسټ کېښودل شو، د پاکستان دننه د پاکستاني قانون مطابق د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي.



اعلان