طالبانو ته د ولسمشر ځواب: اساسي قانون وارداتي نه بلکي ملي دی

افغانستان

طالبانو ته د ولسمشر ځواب: اساسي قانون وارداتي نه بلکي ملي دی

693

ولسمشر اشرف غني نن د دوه لوړ پوړو چارواکو د معرفۍ په غونډه کې د اساسي قانون په اړه د طالبانو څرګندونو ته غبرګون وښود.

د ارګ د اعلاميې له مخې، ولسمشر وویل چې اساسي قانون وارداتي نه بلکې ملي دی. ولسمشر ویلي، هغه کسان چې دا خبره کوي، د افغانستان له وضعیت څخه خبر نه دي.

هغه د طالبانو د واکمنۍ پېر ته په اشاره وویل چې اوسنی افغانستان د شل کاله پخواني افغانستان سره توپير لري.

څو ورځې وړاندې د روسيې پلازمېنې مسکو کې د بین الافغاني تفاهم په لومړنۍ غونډه کې طالبانو ویلي وو چې اوسنی اساسي قانون د بهرنیانو له لوري په افغانانو تپل شوی او اعتبار نه لري.

طالب مشر عباس ستانکزي ویلي وو چې له سولې وروسته به اساسي قانون کې تعدیل راځي.

نه یوازې طالبانو بلکې له کابله ورغلو سیاستوالو هم د اساسي قانون د ځینو مادو د تعدیل خبره کړې او د طالبانو غوښتنه يې تایید کړې وه.

اوسنی اساسي قانون چې ۱۶۲ مادې لري پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۰۴ کې لاسلیک کړی.



اعلان