موټرو کې دا کوچنۍ ښيښه ولې ورکړل شوې؟

پام وړ

موټرو کې دا کوچنۍ ښيښه ولې ورکړل شوې؟

2065

ښايي داسې څوک نه وي چې موټر کې به يې سفر نه وي. ډېر کسان شته چې سفر په کې کوي، خو ښايي د موټر ډیزاین یا که ووایو د موټر د ښيښو (کړکیو) ډيزاین ته به يې دومره پام نه وي کړی.

نږدې ټولو پخوانیو او ډېرو اوسنیو موټرو کې د اوږدو ښيښو تر څنګ یو کوچنۍ ښيښه (کړکۍ) هم وي (لکه څنګه چې تصویر کې لیدل کېږي)، خو ښايي ډېر نه پوهېږي چې دا ولې ورکړل شوې؟

دغې ښيښې ته وینټ وینډو vent window وايي او څومره چې موټر عصري بڼه خپلوي، نو دغه ښيښه په کې له منځه ځي.

تېر کې دا ښيښه (کړکۍ) د موټر دننه ګرم چاپېریال یخولو له پاره جوړېده. هغه وخت کې به موټرو کې ایر کنډېشن یا ای سي نه و، نو د دې کړکۍ موخه په اوړي کې موټر چلوونکي او سپرلیو ته د موټر د تودوخې د درجې برابرول و.

د دې تر څنګ، موټر چلوونکو به له دغې کړکۍ څخه کولای شول چې خپل شاوخوا ته یو ځغلنده نظر وکړي. دې کړکۍ به له موټر چلوونکو سره د موټر په ودرولو (پارکېنګ)، لېن بدلولو، چټک کولو او نورو برخو کې مرسته کوله.

خو اصلي موخه يې هماغه د موټر د تودوخې د درجې ساتل و.



اعلان